-
ننګرهار کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو په قتل تورن کسان ونیول شول
Aug 22, 2025 02:22په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي چارواکي وایي چې، د یوې کورنۍ د ټولو غړو د قتل عاملان یې نیولي دي.
-
طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امنیت شورا ادعا رد کړه
Aug 22, 2025 02:06د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. هغه وویل، په اوس وخت کې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نشته.
-
له زابل څخه سږ کال شاوخوا ۷۰۰ ټنه کشته ترکیې ته صادره شوې
Aug 22, 2025 01:58د زابل ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ ټنه اشتغ او کشته ترکیې ته صادره شوې ده.
-
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
Aug 21, 2025 01:54د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، اسحاق ډار سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سترو پروژو تر څنګ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.
-
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخېزه ناسته ترسره شوه
Aug 21, 2025 01:44د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوگ شپږمه ناسته ترسره شوه.
-
د هرات ـ کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۹ ته ورسېد
Aug 21, 2025 01:38د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د هرات ـ کابل پر لویه لار د تېرې سه شنبې شپې د خونړۍ ټرافیکي پېښې له امله ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
اسلاماباد د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سټراټیژیکو خبرو د شپږم پړاو کوربه دی
Aug 20, 2025 01:48د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو ستراتیژیکې خبرې به د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۱ په اسلاماباد کې ترسره شي.
-
حامدکرزي د خپلواکۍ په مناسبت پیغام کې پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی
Aug 19, 2025 11:00د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپاره کړي بیان کې افغانانو ته پر زده کړو او ملي تفاهم ټینګار کړی دی.
-
افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړه
Aug 19, 2025 10:46د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه نېټه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لهخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه نېټه) په پرتمین جشن نمانځل کېږي.
-
د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي
Aug 19, 2025 10:21ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلاماباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درېاړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.