پاکستان: بشري مرستو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i168066-پاکستان_بشري_مرستو_لپاره_د_تورخم_او_سپین_بولدک_لارې_پرانیزو
پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د درېیو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.
(last modified 2025-12-04T21:37:43+00:00 )
Dec 05, 2025 02:05 Asia/Kabul
  • پاکستان: بشري مرستو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیزو

پاکستان وایي چې د تورخم او چمن سرحدي لارې د دې لپاره خلاصوي چې د ملګرو ملتو د درېیو ادارو له لورې افغانستان ته بشري مرستې ورسېږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا لارې به د تجارت، ټرانزیټ کارګو او نورو مسافرو لپاره تړلې پاتې شي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تر اعلان وروسته په ایکس پاڼه کې ولیکل چې افغانستان اوس خپلې اړتیاوې د نورو هېوادونو له لارې پوره کوي او د دوی حکومت پریکړه کړې چې له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره نه بندوي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پنځه تجارتي لارې د اکتوبر په دولسمه وروسته تر دې وتړل شوې چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د اکتوبر په یولسمه جګړه وشوه، د دې جګړې په ترڅ کې دواړو لورو ته په لسګونه کسان ووژل شول.

نژدې درې اونۍ مخکې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تور پورې کړ چې پاکستان له تجارتي مواردو سیاسي استفاده کوي، نو له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصې شي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي.