-
طالبانو په بامیان کې یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او د هغې څلور ملګري نیولي دي
Feb 02, 2025 10:03په بامیانو کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې طالبانو په بامیانو ولایت کې یوه چینایي الاصله امریکایۍ ښځه او څلور نور کسان چې د هغې ملتیایې کوله، نیولي دي.
-
د ناروې د ولسي مرستو سازمان په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول
Feb 02, 2025 09:43د ناروې د ولسي مرستو سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ماین پاکۍ هغه فعالیتونه چې د امریکا په ملاتړ سره د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونوکې ترسره کېدل، د ۸۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
-
د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوه
Feb 02, 2025 02:19زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وايي چې د کابل سرینا هوټل هوکړه له یوه نړیوال شرکت سره لاسلیک شوې ده.
-
سرینا هوټل په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ
Feb 01, 2025 03:59کابل سرینا، په افغانستان کې یوازینی عصري هوټل چې د تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول، د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه خپل فعالیت بند کړ.
-
په لغمان کې د پرځای پاتې مرمۍ په چاودنه کې ۳ ماشومان ووژل شول
Feb 01, 2025 03:44د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي، درې ماشومان پرون په اليشنګ ولسوالۍ کې د یوه پرځای پاتې مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوي دي.
-
په تېرو درېیو کلونو کې د محصلینو ۱۶ زره ایراني څېړونکي زیات شوي
Jan 30, 2025 08:33پارس ټوډې- په ایران کې د دوکتورا د محصلینو نفوس چې زیاتره یې څیړنیز محصلین دي، په تېرو درېیو تعلیمي کلونو کې له ۱۳۷ زره څخه ۱۵۳ زره ته لوړ شوي دي.
-
د عراقچي سفر د طالبانو د رسمیتپېژندنې په مانا نه دی
Jan 28, 2025 07:43په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عليرضا بېکدلي» وايي چې افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي سفر د طالبانو د رسمیتپېژندنې په مانا نه دی.
-
په پاکستان کې د افغان نجونو د زده کړې په اړه مو له چا سره موافقه نه ده کړې
Jan 28, 2025 03:03د افغان طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند پرون اعلان وکړ چې دوی له پاکستان یا نورو هېوادونو سره د نجونو لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه کومه موافقه نه ده کړې.
-
تاجکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي
Jan 28, 2025 02:41له تاجکستان څخه تیره میاشت لسګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل دي پای ته ورسوي.
-
چین د افغانستان او پاکستان په ګډون له ځینو نورو هېوادونو څخه د څارویو او چرګانو واردات بند کړل
Jan 28, 2025 02:26چین له حیواناتو څخه انسان ته د ناروغیو د سرایت د مخنیوي په موخه، د افغانستان په ګډون د یوشمېر آسیايي، افریقايي او اروپايي هېوادونو د څارویو او چرګانو پر واردولو بندیز لګولی دی.