تاجکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي
له تاجکستان څخه تیره میاشت لسګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل دي پای ته ورسوي.
په زرګونه افغانان د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په تاجیکستان کې مېشت دي. ځینې دا کسان د شوروي د یرغل په کلونو کې، ځینې نور یې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له ورتګ وروسته او یو شمېر یې د طالبانو د واکمنۍ د دوو دورو پر مهال له افغانستان څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) ویلي چې "یو ان اچ سي ار د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوالو په زور ایستل کېدو له قضیې څخه خبر دی." او زیاته کړې چې "زیاتره دغو کسانو" د مهاجرت کارتونه او لازم اسناد لرل.
تاجیکستان وايي، په دغه هېواد کې میشت افغان کډوال تقریبا ټول هغه حقوق لري چې د تاجکستان اتباع ورڅخه برخمن دي. خو د بشري حقونو ملاتړې ډلې خبرداری ورکوي چې له تاجکستان څخه ایستل شوي کسان د شکنجې او نیول کېدو له خطر سره مخامخ دي.
تاجکستان او افغانستان قوي کلتوري او ژبنۍ اړیکې لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې یې اړیکې ترینګلې شوې دي.