سرینا هوټل په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i156898-سرینا_هوټل_په_افغانستان_کې_خپل_فعالیت_بند_کړ
کابل سرینا، په افغانستان کې یوازینی عصري هوټل چې د تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول، د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه خپل فعالیت بند کړ.
(last modified 2025-02-01T03:03:40+00:00 )
Feb 01, 2025 07:29 Asia/Kabul
  • سرینا هوټل په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ

کابل سرینا، په افغانستان کې یوازینی عصري هوټل چې د تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې یې په نړیواله کچه د میلمنه پالنې خدمات وړاندې کول، د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه خپل فعالیت بند کړ.

دې هوټل د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فعالیت د بندېدو په تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي چې په نهو نورو هېوادونو کې به خپل فعالیت او خدماتو ته دوام ورکړي.

د کابل سرینا هوټل چارې د اقتصادي پرمختګ لپاره د آغا خان وجهي صندوق چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په نهو هېوادونو کې د سرینا په نامه هوټل لري، پر مخ وړل کېدې.

د کابل سرینا هوټل په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې څه باندې ۲۰ کالونو کې یې زرګونه افغانان په هوټل کې د میلمه پالنې په برخې کې روزلي، د زرګونو بهرنیو مېلمنو او پلاویو کوربه توب یې کړی او په افغانستان کې په هوټلونو کې په نړیواله کچه د میلمه پالنې غوره اصول یې پر ځای کړي دي.

د سرینا هوټلونو په ویب پاڼې کې هم اوس مهال د افغانستان څانګه نه لیدل کېږي خو په پاکستان، تاجکستان او یو شمېر افریقایي هېوادونو کې یې څانګې فعالې دي.

تر سرینا وړاندې په همدې ځای کې د کابل هوټل په نامه مېلمستون آباد وو، خو د آغا خان وجهي صندوق په ۲۰۰۲ کال کې د دې هوټل بیا رغونې چارې پیل کړلې او د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي او پخپله آغا خان په ۲۰۰۵ کال کې پرانیست.

کابل سرینا هوټل