-
په لومړي ځل د مزارشریف – جدې ترمنځ الوتنې پیل شوې
Oct 20, 2023 01:07د افغانستان د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مزارشریف او د سعودي عربستان ترمنځ دوه اړخیزه الوتنې پيل شوې.
-
له کندهار څخه څه باندې۳۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي
Oct 18, 2023 11:03د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انارو صادرات پیل شوي دي او تر دې مهاله یې پاکستان، هند او قراقستان ته ۳۳زره او ۵۷۸ ټنه انار صادر کړي دي.
-
په هند کې د 'سید جمالالدین افغان' په نوم د افغان کډوالو ښوونځی تړل شوی
Oct 18, 2023 10:46د هند په پلازمېنه کې د سید جمالالدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.
-
ننګرهار کې سرې میاشتې ټولنې له پنځه زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړې
Oct 17, 2023 12:32ننګرهار کې د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې د پنځه زره اړمنو کورنیو لاسنیوی کړی دی. نور حال زمو د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
په افغانستان کې د چرګانو د غوښې د تولید کچه لوړه شوې نور حال په راپور کې واورئ
Oct 17, 2023 12:29په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو جوړېدا ته او په دې برخه کې بوختیا ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې. د نور تفصیل لپاره زموږ د همکار نعمت الله افغان راپور ته غوږ شئ
-
په کابل کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد او د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون
Oct 15, 2023 04:09زرګونه کسانو د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیسټي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر؛ لویه ولسي غونډه او مظاهره وکړه. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
هر کال ۲۵ زره افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي
Oct 15, 2023 01:41د افغان طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مشر حبیبالله اخوندزاده ویلي چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵ زره افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
-
د پوهنتونونو فلج کېدو سره ټولنه ښه راتلوونکی نه لري
Oct 15, 2023 01:32د افغان طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور وايي، چې د پوهنتونونو په فلج کېدو سره يوه ټولنه ښه راتلونکی نه لري.
-
ریحانه ، د انسان قاچاق،په دریمې زریزې کې ماډرن مریّتوب
Oct 12, 2023 13:08د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو څو د میرمنو د رول او ځانګړنو او ځائيګي په باب ؛ریحانه؛ نومې لړۍ نننۍ ۲۹برخه ستانو خدمت ته وړاندې کړوو، په نننئ برخې کې د انسان د قاچاق په باب درسره غږیږو، داسې قاچاق چې تل د لویدیځ لپاره یوه ګټه وره پانګه ده او په دریمې زریزې کې دماډرن مریّتوب یوه بیلګه ده ، نو هیله د ه داستفادې وړمو وګرځي.