عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو صادرات پیل شول
د ایران د اسلامي جمهوریت د مرکزي بانک عمومي مشر په راکړو ورکړو کې عراق او افغانستان ته د ایران په ریالو د صادراتو د پیل خبر ورکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت له بندیزونو سره د مقابلې لپاره، له نورو هېوادونو سره په تجارتي راکړو ورکړو کې، د ملي اسعارو استعمال ته په خپلو اقتصادي پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړی دی.
چین، هند، روسیه او ترکیه هم له هغو هېوادونو څخه دي، چې له نورو هېوادونو سره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې، د ملي اسعارو د کارولو پلان ترسره کوي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین وویل: د برون مرزي یا آف شور(Offshore) ریالي پلان له څو میاشتو راهیسې په مرکزی بانک کې تر غور لاندې دی او د هغې په اجرا سره به، افغانستان یا عراق ته د ریالي صادراتو غوښتنه حل شي.
فرزین زیاته کړه: دا مسله د مشهد د سوداګرو یوه غوښتنه وه چې افغانستان ته صادرات لري، چې د آف شور ریالي پلان په پلي کېدو سره ځواب ورکړل شوی او سوداګر کولای شي د بهرنیو اسعارو پر ځای له برون مرزي ریالو څخه د صادراتو لپاره استفاده وکړي.
د ایران د مرکزي بانک مشر همدارنګه وویل: د برون مرزي د ریالي پلان مقررات په مرکزي بانک کې ترتیب شوي او تر اوسه یوه یا دوو بانکونو د دغه پلان عملي کول پیل کړي او ډېر ژر به د ایران په ټولو بانکونو کې عملي شي.