د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، پرون په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې، په کابل کې د ترکمنستان سفير د هرات – تورغونډۍ بندر د ظرفيت لوړونې په موخه د ترکمنستان د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي دي: د هرات – تورغونډۍ بندر د انتقالاتو د تخليې او بارګيرۍ په پار د نويو هنګرونو او فرعي خطونو د جوړولو لپاره چې د افغانستان – ترکمنستان ګډو تخنيکي ټيمونو کومې ساحې مشخصي کړې وې؛ د عملي کار د پيل په موخه دې ژر تر ژره ځمکه ورته مشخصه شي.
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې سرپرست، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوامداره دوه اړخيزو اړيکو او ريلي همکاريو د پياوړتيا له امله د مننې ترڅنګ؛ د سفير د غوښتنې په اړه ډاډ ورکړي چې په دې موخه يې يوه کمېټه هرات ته استولې، چې د هرات له والي سره په مشوره او موافقه به ډېر ژر ځمکه مشخصه او د ترکمنستان د ريل پټلۍ ادارې په واک کې به ورکړل شي.
د کتنې په پاي کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ريلي همکاريو پر پراختيا او په دې برخه کې پر دوامداره همکارۍ او همغږۍ ټينګار شوی دی.