-
د امریکا په لسګونو میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
Apr 02, 2020 01:25تسنیم خبري اژانس وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند احتمالي کاندید او د ویرمونټ ایالت سناتور بیرني سینډرز پرون وویل د کورونا وایروس په وجه د دغه هیواد په لسګونو میلیونه خلک د لوږې او د بې وزلۍ په درشل کښې ورغلي دي .
-
د کورونا وایروس ختمیدل نړیوال پیوستون غواړي
Apr 01, 2020 23:50ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د کورونا وایروس له مینځه وړل نړیوال پیوستون ته ضرورت لري وویل دغه وایروس سرحد ، ملیت او دین نه پیژندي او تراوسه کابو دوو سوو (۲۰۰) هیوادونو ته خپور شوی دی .
-
د انګلستان حکومت د امریکا ظالمانه بایکاټونه مه مني
Mar 31, 2020 23:40زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد وویل د دغه هیواد خلک د لندن له حکومت څخه هیله لري په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو او دغه راز د انسان دوستانه حقوقو د نړیوالو وعدو په چوکاټ کښې د تهران پرضد د امریکا په بایکاټونو سترګې پټې کړي .
-
امریکا په کورونا وایروس کښې له چین څخه مخکې شوه
Apr 01, 2020 01:20فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د کورونا وایروس د مړو کسانو شمیر په زیاتیدا سره اوس دغه شمیر درې زه اتو سوو(۳۸۰۰) ته ورسید .
-
د ایران پرضد د امریکا بندیزونه باید وځنډیږي
Apr 01, 2020 01:05فارس خبري اژانس وايي له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره د ایران په وس باندې د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په منفي اغیز باندې د نړیوالو چارواکو او د ځینو هیوادونو له سختو نیوکو وروسته د امریکا د ولسي جرګې کانګرس او د مشرانو جرګې سینا دوه دیرشو (۳۲)غړیو د تهران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو د کمولو غوښتنه وکړه .
-
کورونا وایروس د بریتانیا ګڼ شمیر خلک وژلي
Apr 01, 2020 00:47فارس خبري اژانس وايي د انګلستان د سلامتیا ملي خدماتو ادارې بیګا وویل په دغه هیواد کښې یوازې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د کورونا وایروس د وژل شویو کسانو شمیر نهویشت (۲۹) فیصده زیات شوی دی .
-
د کورونا وائرسو له کبله د امریکې پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاؤن اعلان شو
Mar 31, 2020 12:52په امريکه کښې په کورونا وائرسو د اخته شويو او مړو شمېر په زیاتېدو سره د دغه هېواد په پائتخت واشنګټن کښې لاک ډاون اعلان شو.
-
د پاکستان د علماو شورا د ضروري توکو ذخيره کول حرام اعلان کړل
Mar 31, 2020 11:36د پاکستان د علماو شورا په يوې فتوې کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو په وجه په رامنځته شويو حالاتو کښې د خلقو د ضرورت وړ او ضروري څيزونو ذخبره کول حرام اعلان کړل.
-
په ايران کښې له کورونا سره په مبارزه کښې کاميابي د خلقو د ملاتړ په وجه ده
Mar 31, 2020 10:22د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له کورونا وائرسو سره په مقابله کښې د هېواد طبي ځواک اوسنۍ کاميابي د ايران د خلقو د ملګرتيا او ملاتړ په وجه وبلله.
-
د ظريف ډېپلوميسي: د بشريت په خلاف د امريکې د چلند او واقعي اصليت په ډاګه کول
Mar 31, 2020 10:01د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د ماسکو چاپ کامر سېنټ ورځپاڼه کښې « له وائرسو سره وجنګيږئ نه له مونږ سره» تر عنوان لاندې په يوې مقاله کښې چې پرون خپره شوه په ټوله نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدو ته په اشارې سره د دغې موضوع په اړه وليکل: «د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د غلي کښېناستېدو او تماشه کولو وخت تېر شوے دے.»