-
امریکا له عربستانه خپلو پوځي تجهیزاتو ویستلو ته اړ شوي
May 08, 2020 01:41وال سټریټ خپرونې لیکلي دي،په سعودي عربستان کې دخپل پوځي شتون د کمولو او همداراز د پيټریاټ توغندوي سسټمونو د ویستلولپاره د امریکا فیصله د امریکا دځينوچارواکو په هغو ارزونو مشتمله ده چې په اساس ئې، تهران،نور د امریکا دسټراټژيکو ګټو په ضدفوري ګواښ نه شمیرل کیږي .
-
نړیواله ټولنه دې په یمن کې دسترې انسانی غمیزې درامینځةکیدامخه ونیسي
May 08, 2020 01:11د یمن په ضد دسعودي ائیتلاف د بې آمانه تپلی جنګ د نتیجو تر څنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا هم دیمن په یوه ترټولو ستر چیلنج بدله شوې ده ،ځکه چې ددغه هیواد زیاتره روغتیائي مرکزونه او روغتونونه د آل سعود رژيم د غیر انساني بمباریو او جنایتونو له امله په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي اویا له کاره لویدلي دي .
-
په یمن کې ۴۸زره اُمیندوارې ښځې دمرګ له ګواښ سره مخ دي
May 07, 2020 08:28د ملګروملتو د پپولیشن د بسپنې یا ادارې اجرائي مدیر ټينګار کړی ، یمن د درملنې او روغتیائي مرکزونو دساتلو لپاره ډير زیات مالی سرچینو ته اړتیا لري ، چې باید سترګې پرې پټې نه شي ، که پرې سترګې پټې شي ، نو ممکنه ده ډيره ستره انساني غمیزه به رامینځة شي .
-
په نړۍ کښې باید بشپړه اوربند اعلان شي
May 05, 2020 07:12د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل په یمن ، لیبیا او افغانستان کښې ناکراریو ته په اشارې سره له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د نړیوال اوربند ملاتړ وکړ .
-
په یمن کښې اوربند که جنګ؟
May 05, 2020 06:51په دې اړه د افغانستان د مسائلو کارپوه ډاکټر علي واحدي او د سیمې د مسائلو کارپوه فرحت حسین مهدوي نظرونه تاسو ته وړاندې کوو.
-
د یمن په جنګ کښې د لسګونو خبریالانو د مړینې خبر
May 03, 2020 08:35د یمن انصارالله غورځنګ خبر ورکړ، په وروستیو پنځه کلونو کښې ۲۹۰ خبریالان په یمن کښې د سعودي ائتلاف په بریدونو کښې مړه شوې دي.
-
لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۲-۱۳
May 03, 2020 10:23په لبنان کښې بيا مظاهرې، په سعودي چېنلونو کښې د فلسطين په خلاف د فېلمونو خپرېدل، د جنوب د انتقالي شورا د خود مختارۍ اعلان او په يمن کښې د انساني حالت په اړه د روغتيا د نړيوالې ادارې خبردارے په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې له ډېرو مهمو واقعاتوڅخه وو چې په دې مطلب کښې لا زياته څېړنه کوو.
-
د ټرمپ دوه مخي سیاستونه
May 02, 2020 09:31برایان کرنسټن په دې باره کی ولیکل نور د ټرمپ د عقل له سلامتیا اندیښنه نلرم . په دې پوهیدل چی هغه ناروغ دې نه غوسه چی په ژوره مې غمجنوی . اوس نور د هغو ټولو کسانو د عقل له سلامتیا اندیښمن یم چی باور لری دغه مشکل لرونکې کس باید هیواد اداره کړی .
-
یمن د ډیر بد انساني کړکیچ په درشل کښې
May 02, 2020 10:26د یمن خلاف جنګ میلیونونه انسانان بې کوره کړي او ښځې او ماشومان یې له ناروغیو او د سختې لوږې او قحطۍ له کړکیچ سره مخامخ کړې دي.
-
د عربستان ائتلاف اوه شپیته ځله خلاف ورزیانې وکړې
May 02, 2020 00:59ایرنا خبري اژانس وايي د یمن یوه (۱) پوځي چارواکي چې نوم یې دی اخیستل شوی بیګا وویل د سعودي عربستان تیریګرو عسکرو او د هغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کې په الحدیده ولایت کښې اوه شپیته (۶۷) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .