-
د جرمني اقدام له ترهګرۍ د لویدیځ ملاتړ دی
May 01, 2020 10:35زمونږ خبریال وايي د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا ویاند عباسعلي کد خدایي د لبنان د مسلمانانو خلکو پرضد د جرمني د محدودیتونو لګول له حکومتي ترهګرۍ څخه په دفاع کښې د لویدیځو حکومتونو د کړچار د دوام نښه وبلله .
-
صهيونېسټان د يمن د وېشلو پلان لري
Apr 30, 2020 06:34په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص مرستيال د يمن تاريخي او تمدني هېواد تقسيمول د صهيونېسټانو قطعي پلان وبلۀ.
-
د یمن کړکیچ یوازې سیاسي حل لاره لري
Apr 29, 2020 23:34زمونږ خبریال وايي په سیاسي چارو کښې د ایران د خارجه وزیر لوړرتبه مرستیال علي اصغر حاجي د روسیې د خارجه وزارت د نړیوالو چارو له مرستیال سرګي ورشینین (Sergey Vasilyevich Vershinin) سره په ټيلي فوني خبرو کښې د یمن په وروستیو بدلونونو د غور او د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو د ټینګار په ترڅ کښې د یمن د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره سیاسي وبلله .
-
انګلستان په ځپونکو رژیمونو زیاتې وسلې خرڅوي
Apr 26, 2020 10:02ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ د خپرو شویو شمیرنو پراساس د بریتانیا حکومت د نړۍ په ځپونکو رژیمونو د وسلو خرڅول زیات کړي دي .
-
لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۷-۲-۹۹
Apr 26, 2020 09:32د ائتلافي کابينې د تشکيلولو لپاره د نتنياهو او ګانټز موافقه، د لويديځې غاړې د ځينو برخو د يوځاے کولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د فېصلې په اړه د فلسطينيانو غبرګون او همدارنګ د سعودي ائتلاف لخوا د ادعائي ډزبندۍ بيا بيا خلاف ورزي په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې ډېر مهم واقعات او بدلونونه وو چې په دې پروګرام کښې يې څېړنه کيږي.
-
د جنګ په سنګرونو کښې شتون ترټولو ستر عبادت دی
Apr 24, 2020 12:52د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د خپل هیواد خلکو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مبارکۍ ورکولو سره، د خپل وطن د دفاع په جبهو کښې شتون ډیر لوړ عبادت وباله.
-
سعودي عربستان د یمن پرضد بریدونو ته دوام ورکړی
Apr 24, 2020 01:16فارس خبري اژانس وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په یمن کښې د اوربند له اعلان سره سره پرون بیا په هستوګونو سیمو بمبارې وکړې .
-
سعودي عربستان د یمن پرضد بمباریو ته دوام ورکړی
Apr 20, 2020 01:28فارس خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په دغه هیواد باندې د دیرشو (۳۰) هوايي بریدونو په ترسره کولو سره د پرله پسې لسمې (۱۰) ورځې لپاره د خپل ادعا وړ اوربند خلاف ورزۍ وکړه .
-
په یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام لري
Apr 18, 2020 01:33د یمن المسیره ټیلي ويژن بیګا د مارب ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو د نویو حملو او په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
-
یمن له سختو روغتیايی مشکلاتو سره مخ دی
Apr 18, 2020 01:22زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او بیګا وویل په یمن کښې له کورونا وایروس سره د مقابلې لپاره له هڅو سره سره دغه هیواد د روغتیا له سختو شرایطو سره مخ دی .