د جنګ په سنګرونو کښې شتون ترټولو ستر عبادت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89558-د_جنګ_په_سنګرونو_کښې_شتون_ترټولو_ستر_عبادت_دی
د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د خپل هیواد خلکو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مبارکۍ ورکولو سره، د خپل وطن د دفاع په جبهو کښې شتون ډیر لوړ عبادت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • د جنګ په سنګرونو کښې شتون ترټولو ستر عبادت دی

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي د خپل هیواد خلکو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په مبارکۍ ورکولو سره، د خپل وطن د دفاع په جبهو کښې شتون ډیر لوړ عبادت وباله.

د المسیره ټي وي چینل د خبر له مخې د یمن د انصار ا... عمومي منشي عبدالملک بدر الدین الحوثي نن له سعودي تیري ګرو سره په جنګ کښې د خپل هیواد له مدافعانو وغوښتل چې د روژې مبارکه میاشته د ځان جوړونې او په عین حال کښې د تیري ګرو په وړاندې د جهادي او دفاعي عملاتو د تیارۍ لپاره غنیمت وګڼي.

هغه د جنګ په ډګر کښې شتون ډیر ارزښتناک او یو ستر عبادت وباله او له یمني ځوانانو یې وغوښتل چې د رمضان په میاشت کښې له اړمنو سره په مرستې او احسان کښې مخکښ ووسي.

د ویلو ده چې په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې نن د روژې د میاشتې اوله نیټه ده خو د ایران، عراق او پاکستان په شمول ځینو هیوادونو کښې روژه له سبا څخه پیلیږي.