په یمن د سعودي عربستان بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89406-په_یمن_د_سعودي_عربستان_بریدونه_دوام_لري
د یمن المسیره ټیلي ويژن بیګا د مارب ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو د نویو حملو او په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 18, 2020 06:03 Asia/Kabul
  • په یمن د سعودي  عربستان بریدونه دوام لري

د یمن المسیره ټیلي ويژن بیګا د مارب ولایت په بیلابیلو سیمو باندې د سعودي عربستان د ائتلاف د جنګي الوتکو د نویو حملو او په الحدیده ولایت کښې د اوربند د خلاف ورزۍ د دوام خبر ورکړ .

د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو او دهغوې ګوډاګیانو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې د اوربنده دوه اتیا (۸۲) ځله خلاف ورزیانې کړي دي .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو د یمن د مارب ولایت په بیلابیلو سیمو هم بمبارې کړي دي  چې تراوسه یې د رسیدلیو تاوانونو او د مرګ ژوبلو په هکله کور راپور نشته .

د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د خپل د ادعا وړ اوربند خلاف ورزیانې کړي دي او د یمن په بیلابیلو سیمو یې حملې کړي دي .

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن بې وزله هیواد پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې تراوسه پکښې له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) څخه زیات خلک وژل شوي او په سلګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور  کډوال شوي هم دي .

د سعودي عربستان تیریو او بریدونو د یمن بې وزله هیواد د خواړو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړی دی .