نړیواله ټولنه دې په یمن کې دسترې انسانی غمیزې درامینځةکیدامخه ونیسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89928-نړیواله_ټولنه_دې_په_یمن_کې_دسترې_انسانی_غمیزې_درامینځةکیدامخه_ونیسي
د یمن په ضد دسعودي ائیتلاف د بې آمانه تپلی جنګ د نتیجو تر څنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا هم دیمن په یوه ترټولو ستر چیلنج بدله شوې ده ،ځکه چې ددغه هیواد زیاتره روغتیائي مرکزونه او روغتونونه د آل سعود رژيم د غیر انساني بمباریو او جنایتونو له امله په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي اویا له کاره لویدلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2020 01:11 Asia/Kabul
  •   نړیواله ټولنه دې په یمن کې دسترې انسانی غمیزې درامینځةکیدامخه ونیسي

د یمن په ضد دسعودي ائیتلاف د بې آمانه تپلی جنګ د نتیجو تر څنګ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس خوریدا هم دیمن په یوه ترټولو ستر چیلنج بدله شوې ده ،ځکه چې ددغه هیواد زیاتره روغتیائي مرکزونه او روغتونونه د آل سعود رژيم د غیر انساني بمباریو او جنایتونو له امله په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي اویا له کاره لویدلي دي .

ایرنا خبری اژانس راپورورکړی ،  دیمن دملی نجات د حکومت د  مرکچي ټیم مشر محمد عبدالسلام  او د یمن په چارو کې  د اروپائي  اتحادئې  ځانګړي استازي هانس ګرانډبرګ  بیګا  په  یمن د سعودي ائيتلاف دتیریو د دوام له امله  د انساني بحران  خطرناکې پایلې ارزولی دي

 راپور ښئ  په دغو خبرو کې  چې د ویډیو ئي کنفرانس په وسیله شوي ،  دیمن د  بوږنونکي  انساني غمیزې  د رامینځةکیدا د خطرو په باب چې  دسعودي ائيتلاف د غیر انساني کلابندۍ او بې آمانه  تیریو  په نتیجې کې د رامینځةکیدا په حال کې دي ،  خبرې اترې کړي دي .

  دیمن دملي نجات حکومت  د مرکچي ټيم مشر له دغې کتنې وروسته  پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلی دي ، په دغو خبرو کې ئې د یمن د اقتصادي او سیاسی دوسیو  او  په دغو دوسییو کې د اروپائي  اتحادئې له خوا د مثبت رول د لوبولو د امکان په باب  مشورې  او خبرې کړی دي .