-
عراقچي: که امریکا د هوکړې د خلاف ورزۍ موارد جبیره نه کړي، دوباره د مذاکرې پیلیدل ممکن نه دي
Aug 10, 2026 07:35پارس ټوډی- د ایران خارجه وزیر وویل: ترڅو چې د امریکې له خوا د تفاهم له یادداشته د خلاف ورزۍ او سرغړونې موارد پاې ته ونه رسي او امریکا، خپلې خلاف ورزۍ جبیره نه کړي، زمونږ له نظره د مذاکرې د دوباره پیلیدو امکان نشته.
-
د لبنان د پارلیمان استازی: د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو جنګ خپلو اهدافو ته ونه رسید
Aug 10, 2026 07:31پارس ټوډی- د لبنان په پارلیمان کښې له مقاومت سره د وفادارۍ د فراکسیون غړي حسین جشي دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران خلاف د امریکې او اسرائیلو جنګ خپلو موخو ته ونه رسید، ټینګار وکړ چې امریکا تر ننه پورې د هرمز تنګي په خلاصولو کښې کامیابه نه شوه.
-
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند: یمني ځواکونو ډیره پراخه او منفرده حمله وکړه
Aug 10, 2026 07:30پارس ټوډی- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په «المخا» بندر کښې په سعودي ځواکونو او د هغوي د وسلو په ډیپو باندې حمله تایید کړه.
-
د مکې موافقې په نوم نوي دفاعي تړون باندې د پاکستان د پخواني نماینده نیوکه/ د امریکې اډې د سیمې د امنیت معما ده
Aug 10, 2026 07:25پارس ټوډی- د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني استازي د پاکستان، عربستان او ترکیې ترمینځ په نوي دفاعي تړون باندې په نیوکې سره، د سیمې د ګواښونو د سرچینې په هکله یوې پوښتنې سره ټینګار وکړ، دغه ډول موافقو ته اړمن هیوادونه باید د امریکايي اډو د کوربه توب او د ایران خلاف د هغو د کارول کیدو په هکله ځواب ورکړي.
-
طالبانو ایران ته د اپینو د قاچاق مخه ونیوله
Aug 10, 2026 04:51طالبانو ایران ته د ۴۹ کیلو ګرامه اپینو د قاچاق مخه ونیوله.
-
افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې
Aug 09, 2026 12:30د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان د ځینو مهمو پيښو په اړه له اونیزپروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې په پیل کې درته د ځينو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
خبریال د واقعیت او د عامه افکارو په څلور لاري کې ولاړ دی
Aug 08, 2026 12:51پارستودي ــ د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلوېزیون د بهرنیو خپرونو مرستیال، د زمري د میاشتې ۱۷ د خبریال د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د نړۍ د حقیقتونو او بدلونونو په روایتولو کې ئې د رسنیزو فعالانو پر ژور، تاریخي او تمدني مسؤلیت ټینګار کړی دی.
-
ایران د افغانستان لپاره د ویزو او سوداګریزو انتقالاتو د اسانتیا ژمنه وکړه
Aug 08, 2026 14:36په افغانستنا کې د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي وائي، هېواد ئې د افغانستان لپاره د ویزو د صادرولو د بهیر د اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي په برخې کې لا زیاتو ملګرتیاؤ ته تیار دی.
-
د هیګ محکمې قاضیانو د طالبانو دوسیه له افغانستان څخه جلا کړه
Aug 08, 2026 13:55پارس ټوډې - د هیګ د نړیوالې محکمې قاضیانو د طالبانو په اړه څېړنې په افغانستان کې د جنګي جرمونو له دوسیې څخه جلا کړې.
-
فارن افیرز: امریکا باید له لویدیځې اسیا څخه ووځي
Aug 08, 2026 13:33پارس ټوډې - یوې امریکایي خپرونې په لویدیځې اسیا کې د امریکا د څو لسیزو پوځي شتون باندې په نیوکې سره، د ایران پر وړاندې جګړه د دې ستراتیژۍ د ناکامۍ وروستۍ نښه ګڼلې او ټینګار یې کړی چې د امریکايي ځواکونو او اډو پراخ ځای پر ځای کولو نه یوازې د واشنګټن او د هغه د متحدینو امنیت تضمین نه کړ، بلکې امریکا یې په ګرانو او نه ختمیدونکو جګړو کې هم ښکیل کړه.