-
په عمان سمندر کښې د ایران، چین او روسیې ګډه مانوره
Mar 12, 2024 10:43په عمان سمندر کښې د ایران، چین او روسیې د ګډې سمندري مانورې د اصلي مرحلې ترسره کیدل، د دغو درې واړو هیوادونو ترمینځ د سټراټیجکو پوځي او دفاعي ملګرتیاؤ د پياوړتیا بیانونکي دي.
-
د فلسطین له مقاومته ملاتړ ته به دوام ورکړو
Mar 12, 2024 11:55د لبنان د حزب ا... غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم د فلسطین له مقاومتي چورلیز څخه د ملاتړ په دوام په ټینګار سره ووئيل، د لبنان مقاومتي غورځنګ به له ځانه دفاع، د اسرائيلو وحشي رژیم ته کلک ځواب ورکولو او هم د فلسطین له مقاومت سره مرستو ته دوام ورکړي.
-
یونیسف ادارې د غزې د بوږنونکې غمیزې بیانول ناممکن وبلل
Mar 12, 2024 10:45د ملګروملتو د ماشومانو دبسپنې (یونیسف) ویندوي ووئیل،د غزې دغمیزې د بیانولو لپاره هیڅ مناسبه کلمه نشته .
-
امریکا دې له افغانستان او افغان ولس سره له دښمنۍ لاس واخلی
Mar 12, 2024 10:24د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي له کابل سره د تعامل لپاره د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیشن د مشر د مخالفت په غبرګون کې ټينګار وکړ،له سپيرې او بې شرمې ماتې وروسته د افغانستان له ولس سره دامریکادښمني د مشکلاتو کومه حل لاره نه ده.
-
طالبانو د افغانستان د نفوسو نوې احصائیې اعلان کړې
Mar 12, 2024 10:14د طالبانو د احصائیې او معلوماتو د ادارې ویاند ویلي چې د ۱۴۰۲ کال د تخمیني سرشمیرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴ میلیون او ۹ سوه زره تنه دي.
-
د افغانستان ملی میوزیم دسیمې ترټولو تاریخي کابو۶۰ زره لرغوني آثار لري
Mar 12, 2024 09:23د افغانستان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د افغانستان په ملی میوزیم کې د څه دپاسه شپیتو زرو لرغونو آثارو شتون ته په اشارې سره ووئيل، دغه میوزیم د سیمې په سویه یو ترټولو لوی تاریخي میوزیم دی.
-
ایران د ملګروملتونو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ویستلو غوښتنه وکړه
Mar 12, 2024 04:17د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي د ملګرو ملتونو د ښځو د کمیسیون په غونډه کې، د څو لسیزو د ښځو او ماشومانو د جنسي تیریو او وژلو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.
-
د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده د مسلمانانو تر منځ سوله او ورورګلوي ده
Mar 12, 2024 03:09د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د مسلمانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ هڅول او دودول یې د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده وبلله.
-
د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو
Mar 12, 2024 02:12په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د روژې پر لومړۍ ورځ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو ځوان ووژل شو.
-
طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي
Mar 12, 2024 01:59د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.