طالبانو د افغانستان د نفوسو نوې احصائیې اعلان کړې
د طالبانو د احصائیې او معلوماتو د ادارې ویاند ویلي چې د ۱۴۰۲ کال د تخمیني سرشمیرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴ میلیون او ۹ سوه زره تنه دي.
د طالبانو د احصائیې او معلوماتو د ادارې ویاند ویلي چې د ۱۴۰۲ کال د تخمیني سرشمیرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴ میلیون او ۹ سوه زره تنه دي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو د ادارې ویاند محمد حلیم رافع وویل چې د افغانستان د ۱۴۰۲ کال د اټکلي سرشمیرنې له مخې د افغانستان نفوس ۳۴ میلیونه او ۹۰۰ زره تنه دی چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې دي.
رافع له ملي ټلوېزيون سره په مرکه کې وويل چې د احصايې او اطلاعاتو ملي ادارې په ١٤٠٣ کال کې د يوې علمي او هر اړخيزې سرشميرنې طرحه د وزيرانو شورا ته وړاندې کړې ده.
د هغه په وينا، د هېواد په کچه سرشمېرنه ډېرې بوديجې ته اړتيا لري او په دې برخه کې د نړيوالو بنسټونو همکارۍ ته هم اړتيا ده.