-
د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په هکله د ګروسي د بې ځایه ادعاو بیا تکرارېدا
Feb 20, 2024 09:55د ایټمي انرژیو د نړیوالې اژانس سرمنشي رافائیل ګروسي بیا ځلې د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په هکله د سیاسي ادعاو په تکرارولو سره، وویل چي د پلټنو په اړه د ستونزو د هوارولو لپاره ایران ته د سفر اراده لري.
-
امنیت شورا د افغانستان په هکله پرېکړه کوي
Feb 20, 2024 09:49له هغه وروسته چي د طالبانو د نه ګډون په خاطر د دوحې غونډه له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده، د ملګرو ملتونو سرمنشي اعلان وکړ چي د دې غونډې راپور د امنیت شورا ته وړاندې کیږي څو د افغانستان په هکله پرېکړه وشي.
-
په یمن باندې د وسلو د خرڅولو په شمول ایران د نړیوالو پرېکړه لیکونو هیڅ ډول خلافورزي نه ده کړې
Feb 20, 2024 09:11په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د امنیت شورا ته د یو لیک په استولو سره، یمن ته د ایران له لورې د وسلو د لېږدولو په هکله د امریکا ادعا بې بنیاده وباله.
-
صهیونیستان دې د اسیرانو د خوشي کېدو بیه ورکړي/ نتانیاهو د هوکړې اراده نه لري
Feb 20, 2024 08:11په غزې کې د حماس د غورځنګ د مشر مرستیال ویلي چي د صهیونیستي اسیرانو خوشي کېدا لګښت لري او نیواکګر رژیم باید د خپلو اسیرانو د خوشي کېدو بیې پرې کړي.
-
پاکستان له ګوادر څخه ایران ته د پایپ لاین جوړوي
Feb 20, 2024 07:57اسلام آباد د پاکستان او ایران تر مینځ د پایپ لاین د پروژې د بشپړه کېدو په موخه د ایران تر سرحد پورې ۸۱ کیلومټره پایپ لاین جوړوي.
-
نړیواله ټولنه باید د رفح خلکو د عامې وژنې اجازه ورنکړي
Feb 20, 2024 02:15د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر«حسین امیرعبداللهیان» د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش» ته په یوه لیک کې، د صهیونیسټي رژیم له خوا د رفح ښار د اوسېدونکو د عامې وژنې په هکله خبرداری ورکړ.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي
Feb 20, 2024 04:47د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
-
طالبان باید د نجونو د زدهکړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي
Feb 20, 2024 04:37په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټولشمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان هم باید په اړه یې په ریښتینې توګه فکر وکړي.
-
د اروپا پارلمان له فیفا او یوفا څخه د اسرائیلو پر فوټبال د بندیز غوښتنه وکړه
Feb 20, 2024 03:15د ایرنا د خبر له مخې، د اروپا د پارلمان یو شمېر استازو د فلسطین له خلکو په ملاتړ، فیفا او یوفا ته په یو لیک کې په نړیوالو سیالیو کې د صهیونیسټي رژیم د فوټبال د ټیم او د هغې د کلبونو د ځنډولو غوښتنه وکړه.
-
امریکا او برتانیې یو ځل بیا پر یمن برید وکړ
Feb 20, 2024 02:56د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا او انګلستان جنګي الوتکو پرون د سه شنبې په ماښام د یمن په لوېدیځ کې د الحدیده ولایت په الجبان سیمه کې بمبارۍ کړي دي.