پاکستان له ګوادر څخه ایران ته د پایپ لاین جوړوي
اسلام آباد د پاکستان او ایران تر مینځ د پایپ لاین د پروژې د بشپړه کېدو په موخه د ایران تر سرحد پورې ۸۱ کیلومټره پایپ لاین جوړوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړي چي د دې هیواد حکومت پرېکړه کړې ده چي په دوو پړاونو کې له ایران سره د پایپ لاین د نښلولو پروژه له کلونو ځنډ وروسته، بشپړه کړي. په لومړی پړاو کې پاکستان ۸۱ کیلومټره پایپ لاین جوړوي او د ایران تر سرحده پورې غځوي، چیرته چي ایران له کلونو مخکې د ګازو پایپ لاین غځولی دی.
په دوهم پړاو کې هم د پاکستان حکومت له ایران څخه د تیلو د تر لاسه کولو لپاره دوهم پایپ لاین جوړوي او د ایران تر سرحد پورې غځوي چي بودیجه یې هم د پاکستان د مالیې د وزارت له خوا ځانګړې شوې ده.
د پاکستاني چارواکو په وېنا دغه هیواد ډېر ژر له ایران څخه د ګازو واردات پیلوي او په دوهم پړاو کې د تیلو د وارداتو لپاره هم پایپ لاین جوړوي.
د ایران اسلامي جمهوریت په ۱۳۹۱ لمریز کال کې له پاکستان سره د یوې هوکړې له مخې د ګازو او د تیلو لپاره دوه پایپ لاینونه یې د پاکستان تر سرحد پورې وغځول لیکن د پاکستان حکومت په تېرو لسو کلونو کې خپلې ژمنې پوره کړې نه دي او د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان حکومت ته د خپلو ژمنو د عملي کېدو لپاره ۶ میاشتې وخت ورکړی وو.
د مهالوېش په پوره کېدو سره، د ایران له شکایت سره سم، د پاکستان حکومت مجبوره کیږي چي ۱۸ میلیارد ډالره د جریمې په توګه د ایران حکومت ته ورکړي.