امریکا او برتانیې یو ځل بیا پر یمن برید وکړ
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا او انګلستان جنګي الوتکو پرون د سه شنبې په ماښام د یمن په لوېدیځ کې د الحدیده ولایت په الجبان سیمه کې بمبارۍ کړي دي.
د دې برید د احتمالي قربانیانو شمېر او د زیانونو اندازه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
امریکا او برتانیې په وروستیو اونیو کې څو ځلې پر یمن بریدونه کړي دي.
دا بریدونه پر صهیونیسټي رژیم د لګېدلي سمندري محاصرې د ختمولو لپاره، پر یمن د فشار اچولو په مقصد ترسره کېږي.
د یمن پوځ په دې وروستیو اونیو کې د غزې په تړانګه کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ کې، د صهیونیسټي رژیم څو بېړۍ یا هغه کښتۍ چې د نیول شویو سیمو په لور تلې، په سور سمندر او باب المندب تنګي کې په نښه کړي دي.
د یمن پوځ ژمنه کړې ده چې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو پر بیړیو او په سور سمندرګي کې نیول شویو سیمو ته پر تلونکو کښتیو به تر هغه وخته پورې خپلو حملو ته دوام ورکوي، ترڅو چې صهیونیسټي رژیم پر غزې خپل حملې بندې نه کړي.
په عین حال کې د یمن پوځ ټینګار کړی چې د عدن په خلیج او سور سمندرګي کې د نورو بېړیو لپاره تګ راتګ آزاد دی او دوی له بشپړ امنیت څخه برخمن دي.