-
ایران له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات کوي
Feb 07, 2024 11:27د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان ویلي چې دغه هېواد به د روان کال په پای کې، د سیمې د امنیت د تامینولو په هدف، له روسیې او چین سره ګډ سمندري تمرینات ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
-
په غزني ولایت کې د سختې سړې هوا له امله یوه سړي خپل ژوند بایللی
Feb 07, 2024 10:54د افغانستان په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.
-
حماس د زندانیانو د تبادلې په اړه مثبت ځواب ورکړی
Feb 07, 2024 10:31د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې له خپل امریکایي سیال آنتوني بلېنکن سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې له اسرائیلو سره د زندانیانو د یوې بلې تبادلې په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی، چې دوی یې خوشبینه کړي دي.
-
په افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي
Feb 07, 2024 10:19د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
-
له افغانستان څخه د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی
Feb 07, 2024 10:11د نشه یي توکو پر وړاندې د تاجکستان د مبارزې د ادارې مشر د روسیې ټاس خبري آژانس ته ادعا کړې، چې له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه یي توکو قاچاق نه دی کم شوی.
-
په پاکستان کې د دوو چاودنو له امله ۲۹ کسان مړه او ګڼشمېر نور ټپیان دي
Feb 07, 2024 09:52په بلوچستان کې د پولیسو رسمي سرچینې وایي، چې په پشین کې د یوه خپلواک نوماند په ټاکنیز دفتر د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
-
د ایران او عراق ترمنځ د حسیني اربعین د ترسره کولو تړونونه لاسلیک شول
Feb 07, 2024 09:20د اربعین په تړاو دویمه غونډه د عراق او ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیرانو په شتون سره په تهران کې ترسره شوه او په دغه غونډه کې د راتلونکي کال حسیني اربعین د ترسره کولو لپاره تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
-
پنځو نړیوالو مؤسسو ويلي، نړۍ باید د افغانستان لپاره لاس په کار شي
Feb 06, 2024 11:40له متوسط حده ګرَم ژمی او د واورو کمښت، په افغانستان کې د ژواک چاپیریال او آب وهوا د ترټولو بدو شرائطو ښودنه کوي.
-
د حزب ا...توغندیو بیا صهیونیسټي پوځي مرکز کې د اور لمبې پورته کړې
Feb 06, 2024 11:05صهونیسټي رژیم نن سهار د دم یس الجبل په جنوب ختیځ کې وقاع طوفا سیمه په دولس راکټونو سره ویشتې ده . اویو خالي کور ئې ړنګ کړی دی.