-
د رئیسي او اردوغان په حضور کې د ایران او ترکیې ترمنځ د همکارۍ لس سندونه لاسلیک شول
Jan 25, 2024 02:12د ایران د اسلامي جمهوریت او ترکیې ولسمشرانو پرون چهارشنبه د پانګونې، اقتصادي ملګرتیاوو او د سیمه ایزو مسائلو د زیاتولو په هدف، د ملګرتیاوو لس سندونه لاسلیک کړل.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
-
د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي
Jan 25, 2024 01:56په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.
-
له ترکیې سره د اړیکو سویه به ۳۰ میلیارډ ډالرو ته رسوو
Jan 24, 2024 12:09د ایران ولسمشر ترکیې ته له روانیدو مخکښې وویل: د ایران او ترکیې د سوداګري اړیکو د سویې د لوړولو لپاره د ایران هدف ۳۰ میلیارډه ډالر دی.
-
طالبان وايي، له نړۍ سره تعامل غواړو
Jan 24, 2024 11:43د طالبانو سیاسي مرستیال وویل: طالبان د اقتصاد پر بنسټ د بهرني سیاست پر بنسټ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او ښو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دي.
-
د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
Jan 24, 2024 11:35د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو زده کوونکو غوښتي چې ښوونځیو ته د افغان زده کونکو د راستنیدو ملاتړ وکړي.
-
په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
Jan 24, 2024 11:07ژاو شینګ په کابل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
-
ننګرهارکې د سرې میاشتې ادارې له لورې لسګونه بې وزلو او سوالګرو میرمنو سره د کاري وسایلو مرسته وشوه
Jan 24, 2024 10:16دیادې ادارې چارواکي وایي دامیرمنې کولاې شي ددې وسایلو په مرسته د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي
-
د کشتیو له اودرولو د یمن د پوځ هدف د اسرائیلو په لاس د نسل وژنې مخنیوی دی
Jan 24, 2024 09:17د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د ملګرو ملتو له عمومي منشي سره په کتنه کښې وویل: د نیواکي ټاټوبي په لور د تلونکو کشتیو له اودرولو د یمن د پوځ هدف، د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایت او نسل وژنې بندول دي.
-
امریکې د عراق د اسلامي مقاومت په سنګرونو حمله وکړه
Jan 24, 2024 08:17عراقي سرچینو ویلي چې امریکې تیره شپه د اسلامي مقاومت په سنګرونو باندې بریدونه کړي دي.