امریکې د عراق د اسلامي مقاومت په سنګرونو حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145216-امریکې_د_عراق_د_اسلامي_مقاومت_په_سنګرونو_حمله_وکړه
عراقي سرچینو ویلي چې امریکې تیره شپه د اسلامي مقاومت په سنګرونو باندې بریدونه کړي دي.
(last modified 2024-01-24T07:47:53+00:00 )
Jan 24, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • امریکې د عراق د اسلامي مقاومت په سنګرونو حمله وکړه

عراقي سرچینو ویلي چې امریکې تیره شپه د اسلامي مقاومت په سنګرونو باندې بریدونه کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، عراقي سرچینو ویلي چې دغه حملې په "جرف النصر" کې په پوځي کالج او د عراق-اردن پولې ته څېرمه په "تریبیل" سیمې شوې دي.

د امریکې یو پوځي چارواکي الجزیره چینل ته ویلي چې د دغه هیواد ځواکونه همدا اوس د عراق په لویدیځ کښې په پوځي اډو باندې په بریدونه کوي.

رویټرز خبري آژانس هم وویل چې په دغو بریدونو کښې د عراقي مقاومت د ځینو ډلو سنګرونه په نښه شوي دي.

له بلې خوا په مقاومت پورې اړونده «صابرین نیوز» ټیلیګرامي چینل هم خبر ورکړی چې امریکايي جنګي الوتکو په بابِل او الانبار ولایتونو باندې به جلاجلا بریدونو کښې د عراق په وزیراعظم پورې اړونده د حشد الشعبي اډې ویشتې دي.

په سیمه کښې د امریکې د دیره ځواکونو لوې درستیزولۍ«سنټکام» هم اعتراف وکړ چې په عراق کښې یې د «کتائب حزب ا...» په مرکزونو حمله کړې ده.

اخوا د امریکې دفاع وزارت پينټاګان سهار وخت په یوې خبرپاڼې کښې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د ولسمشر جوبایډن په حکم، په عراق کښې په تاسیساتو باندې حمله کړې ده.

له بلې خوا د عراق د سید الشهداء کنډکونو عمومي منشي "ابو الاء الولائی" نن د امریکې د حملې په غبرګون کښې وویل چې د امریکایانو د دوباره حملې په بڼه کښې به زمونږ جنګیالي هم د عملیاتو دویمه مرحله پیل کړي.