-
په برازیل کې د لاتینې امریکا د مسلمانانودرې ورځنی نړیوال کنفرانس افتتاح شو
Nov 21, 2025 10:28د لاتینې امریکا او کارایب د مسلمانانو ۳۸ نړیوال کنفرانس ، نن جمعه د برازیل په ښار «سائو برناردو دو کامپو» کې پرانیستل کېږي.
-
په افغانستان کې د مهماتوچاودنې دماشومانو ترټولو لوی ګواښ بلل شوی
Nov 21, 2025 10:12د د ماشومانو د ژغورنې بسپنې( Save the Children) خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له ترټولو زیاتو ماینونو او چاودېدونکو موادو له ککړو هېوادونو څخه دی، او د مهماتو چاودنې د افغان ماشومانو د ژوبلېدو او وژل کېدو تر ټولو ستر لامل دی.
-
د پاکستان په بنو کې د امن کمیټې په دفتر برید؛ ۷ کسان وژل شوي
Nov 21, 2025 09:59له دې سره په یووخت راپورونه ښئ چې د پاکستان د پنجاب صوبې په فیصل آباد کې هم په یوې کارخانې کې دکیمیکل موادو په برخې کې زورور اور لګیدلی چې له امله ئې تر وروستیو راپورونو په اساس اولس کسان وژل شوي دي او دغه راز یو شمیر نوره هم پکې ټپیان شوي دي. په راپور کې دا هم وئيل شوي چې د ستر اور له امله په لکونو روپیو تاوانونه اوښتي او ودانئ هم په بشپړ ډول تباه شوې ده . پولیسو په دې اړه هم پلټنې پیل کړي دي .
-
له ۸۰ هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي مبادلې روانې دي
Nov 17, 2025 11:53د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کابل د ملي او نړیوال نندارتون په پرانیستونکو په مراسمو کې په یولړ څرګندونوکړ ووئيل؛افغانستان اوس مهال له ۸۰ هېوادونو سره ئې سوداګریزې اړیکې ټینګې شوي او د هېواد اقتصادي خوځښت به هېڅکله ونه درېږي.
-
د ايران او پاکستان د دوه اړخيزو ملګرتیاؤ پياوړتيا د ورځې اړتیا ده
Nov 17, 2025 10:03د ایران د اسلامی بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال، چې د ايران او پاکستان د سياسي سلا مشورو په ديارلسم پړاؤ کې د ګډون لپاره اسلاماباد ته تللی، نن سهار ئې د دې هېواد له مرستیال وزیر اعظم او د بهرنيو چارو له وزير سره کتنه او خبرې وکړې.
-
اسرائیلو هیڅکله د ۱۲ورځني جګړې په شان د اور د لمبو زور نه ؤ لیدلی
Nov 14, 2025 08:54پارس ټوډي – د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: اسرائیلو د دولس ورځني جنګ په وروستیو شپو ورځو کې د ایران له پلوه د جنګ د درولو لپاره ډیر زیات دباؤ احساسوه.
-
د امریکا د حکومت ۴۳ ورځنۍ تړل کیدا پر خپل ولس څه اغیزې شیندي؟
Nov 13, 2025 10:37پارس ټوډې – له ۴۳ ورځو بې مخینې تړل کیدا وروسته، د امریکا فیدرالي حکومت د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۳ بیا یعنی نن بیا فعال شو. دا اوږده تړل کیدا چې ددغه هیواد پخوا ریکارډ ئې مات کړی، د واشنګټن د سیاسي او اقتصادي کړکېچونو د ژورتیا څرګنده نښه وه.
-
د پاکستان په واټه کې د ټي ټي پي ترهګرو په کیډېټ کالج حمله ناکامه شوه
Nov 11, 2025 02:13د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسلهوالو ترهه ګرو پر واڼه کیډېټ کالج بريد کړی چې په موقعې د ساتونکو مامورانو له چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
-
د افغانستان له خاورې دترهه ګروګواښونو په وړاندې هیڅ ډول نرمښت نه لرو
Nov 10, 2025 10:22د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیې کې ټینګار شوی چې اسلام آباد د افغانستان له خاورې څخه راپورته کېدونکو ترهه ګرو ګواښونو په وړاندې هیڅ ډول مصلحت نه کوو او طالبان باید څرګنده او د د پام وړ ګامونه پورته کړي.
-
ایران له پاکستان سره کلتوري،اقتصادي اوعلمي ملګرتیاوې لا پراخوي
Nov 10, 2025 09:08پارس ټوډی -د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان رضوي والي په مشهد مقدس کې د اردو او فارسی ژبې لوي شاعر علامه اقبال لاهوري، د زوکړې په مناسبت په لوي سمینار کې، پخپلې وینا کې له پاکستان سره د ایران د کلتوري، اقتصادي او علمي ملګرتیاؤ په پراخولو ټینګار وکړ.