په پاکستان کې   د داعش خراسان ترجمان عزیز اعظام نیول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i168598-په_پاکستان_کې_د_داعش_خراسان_ترجمان_عزیز_اعظام_نیول_شوی
په وروستیو ورځو کې، پاکستانیو چارواکو د داعش خراسان ډلې په وړاندې څو لوي عملیات کړي او د هغوي ئې ځیني مهم کمانډران او مسئ،لان ئې نیولي دي   چې سلطان عزیز اعظام او ابو یاسر الترکي هم پکې  شامل دي.
(last modified 2025-12-19T09:45:01+00:00 )
Dec 19, 2025 14:12 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې   د داعش خراسان ترجمان عزیز اعظام نیول شوی

په وروستیو ورځو کې، پاکستانیو چارواکو د داعش خراسان ډلې په وړاندې څو لوي عملیات کړي او د هغوي ئې ځیني مهم کمانډران او مسئ،لان ئې نیولي دي   چې سلطان عزیز اعظام او ابو یاسر الترکي هم پکې  شامل دي.

زمونږخبریال د دنیانیوز له قوله راپورراکړ په پاکستان کې  په یولړ  امنیتی عملیاتو  کې د داعش خراسان  ډلې ویندوي او د دغه ترهه ګر لوري د  رسمي میډیا څانګې "الاعظائم فاؤنډیشن " بنسټ ایښودونکی ترهګر، سلطان عزیز اعظام، نیول شوی دی.

سلطان عزیز اعظام د    ۲۰۲۵  کال په مئ میاشت کې له افغانستانه پاکستان ته د  تلو په هڅې کې نیول شوی. اعظام د داعش خراسان  ډلې د  میډیا په فعالیتونو کې مهم رول لوبولی. د معلوماتو له مخې، "الاعظائم فاؤنڈیشن" د داعش خراسان ډلې د جذب او پروپیګنډیزو  فعالیتونو لپاره اصلي  چینل یا تنظیم  ګڼل کیږي.

د عزیز اعظام  له نیول کیدو وروسته د داعش خراسان  ډلې میډیا فعالیتونه هم  وځنډيدل  . د ۲۰۲۱  کاال په نومبر میاشت کې امریکا اعظام د "سپیشل ډیزګِنیټډ ګلوبل ټیرورسټ" په توګه نومولی و. د امنیتي منابعو په وینا، اعظام په ۱۹۷۸ کال کې په افغانستان کې د ننګرهار ولایت په یوه کلي کې زیږیدلی، په ۲۰۰۵ کال کې ئې د ننګرهار پوهنتون څخه د فقې او قانون په رشته کې فارغ التحصیل شو. وروسته یې په جلال آباد کې د یوه ایف ایم راډیو چینل سره کار پیل کړ. اعظام په ۲۰۱۶ کال کې داعش خراسان ډلې په شاملیدو  سره د دغې ترهګرې ډلې یوه سرغنه شو

په وروستیو ورځو کې، پاکستانیو چارواکو د داعش خراسان ډلې په وړاندې څو لوي عملیات کړي او د هغوي ئې ځیني مهم کمانډران او مسئ،لان ئې نیولي دي   چې سلطان عزیز اعظام او ابو یاسر الترکي هم پکې  شامل دي.

د ملګرو ملتو د "اینالیټیکل سپورټ اینډ سینکشنز مانیټرینګ ټیم" د مئ  په ۱۶ راپور کې ویل شوي، د پاکستان د عملیاتو له امله داعش خراسان ته نړیوال زیان رسیدلی، ډیری پلان شوي بریدونه  ئې ناکام شوي او د دغې ډلې جګړه مارانو کې کمی راغلی دی، پدې ترڅ کې د دې ډلې څو مهم قوماندانان او نظریاتي مشران هم وژل شوي دي.