په ایران او افغانستان کې د سوداګریزو ملګرتیاؤپه پراختیاټینګار شوی
محمدرضا بهرامي د افغانستان د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي، او د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ او بدلونونوپه باب ئې ورسره خبرې کړي دي
پارس ټوډی - د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د څانګې مشر محمدرضا بهرامي او د افغانستان د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزی تر مینځ په کابل کې د سوداګریزو او اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې خبرپاڼې کې وویل چې په دغې غونډې کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو، سرحدي تجارت، د ټرانسپورټ او لوجسسټیک په برخې کې خبرې شوي دي.
د دې غونډې په ترڅ کې، محمدرضا بهرامي د افغانستان د طالبانو د حکومت له خارجه وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي، او د دوو اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ او بدلونونوپه باب ئې ورسره خبرې کړي دي.