-
غزه د نسلوژنې د نوې دورې له پیل درې کاله وروسته؛ ۷۴ زره شهیدان او ۶۰ میلیونه ټنه کنډوالې
Oct 08, 2026 07:33پارس تودی – په غزه کښې د نسلوژنې د نوې دورې له پیل څخه درې کاله تېرېږي، خو فلسطینی ولس لا هم له بېشمېره دردونو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی. غزه لا هم د جګړې د درنو پایلو تر بار لاندې ده؛ احصائیې ښيي چې څه باندې ۷۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۷۵ زره نور ټپیان شوي او د ژوندانه د بنسټیزو زیربناوو ډېره برخه ویجاړه شوې ده. اټکلونه ښيي چې د غزې د بیارغونې لګښت له ۷۱ میلیارد ډالرو اوړي.
-
د آیتالله خامنه اي شهادت به د صهیونیزم د سلطهګرۍ پر وړاندې د مقاومت د سمبول په توګه پاتې شي
Oct 07, 2026 05:20پارسټوډې: د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي، د اسلامی انقلاب د شهید رهبر آیتالله سیدعلي خامنه اي شهادت ته په اشارې سره وویل، چې د هغه یاد او لاره به د صهیونیزم د سلطهګرۍ پر وړاندې د مقاومت د یوه څرګند او مهم سمبول په توګه هماغسې پاتې وي.
-
د صهیونیسټي پوځ لوي درسیتز: د اسرائیلیانو د امنیت په تأمین کې ناکام شوي یو
Oct 05, 2026 15:24پارسټودې ـ د صهیونیستي رژیم د پوځ لوي درستیز د «طوفان الاقصی» عملیاتو د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه څرګند اعتراف کې ومنله چې د دغه رژیم پوځ د خپل تر ټولو مهم مأموریت، یعنې د اسرائیلیانو د امنیت د تأمین، په برخې کې ناکام شوی دی.
-
دبخښنې نړیوالې ادارې د اسرائیلو د فوټبال د ملي فیډریشن له اروپايي سیالیو د ویستلو غوښتنه وکړه
Sep 23, 2026 17:43پارس ټوډې ـ د بخښنې نړیوالې ادارې له نړیوالو او اروپايي فوټبال فیډریشنونونو وغوښتل چې د اسرائیلو د فوټبال فیډریشن دې له دې امله وځنډوي چې په صهیونیسټ میشته ښارګوټو کې دیره کلبونه لا هم د دغه هېواد په فوټبال سیالیو کې ګډون کوي. دغې ادارې په اروپايي ملتونو لیګ کې د اسرائیلو د ملي لوبډلې شتون بې توجیه وباله.
-
په هرمزتنګي کې د نوښت اختیار د ایران د وسلهوال ځواک په لاس کې دی
Sep 20, 2026 11:44پارستودي ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویندوي ،د سنټکام د قوماندان ادعا دروغ او امریکائي عسکرو ته د روحیې ورکولو لپاره نفسیاتي عملیات وبلل او وې ویل چې په هرمز تنګي کې د عمل د نوښت واک لا هم د ایران د پیاوړو وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دی.
-
د ایرلنډ او صهیونیستي رژیم په فوټبال لوبې په سکاټلنډ کې د فلسطین ملاتړو اعتراض کړی
Sep 20, 2026 12:48پارسټوډي- د فلسطین فعالانو او ملاتړو د سکاټلنډ د ګلاسکو ښار د «سيلټیک پارک» لوبغالي مخې ته اعتراضيه غونډه جوړه کړه او د اروپا د ملتونو لیګ سیالیو په چوکاټ کې ئې د ایرلنډ د ملي لوبډلې او د صهیونیسټي رژیم د لوبډلې ترمنځ د لوبو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
-
د اسرائیلو اصلي هدف په سیمې کې د شخړو زیاتول دي
Sep 20, 2026 12:16پارسټوډي ـ د ترکیې د پارلمان مشر وویل چې د اسرائیلو اصلي هدف د سیمې د خلکو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو رامنځته کول دي، څو هغوی له یو بل سره په جنګ اخته شي.
-
په کوهاټ کې د پولیس لاین په غمیزې کې د شهیدانو شمیر۲۱ تنو ته رسیدلی
Sep 19, 2026 06:02د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر یا آئي جي ذوالفقار حمید ویلي چې د پولیسو زاړه لاین ترڅنګ د جامع جومات په خوا کې په دغې زوروې چاودنې کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو له ودانۍ سره وجنګول شو . له چاودنې وروسته یوه بل ځانمرګي بریدګر د ځانګړې څانګې د ودانۍ ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه، چې په نتیجې کې یې ۱۵ پولیس او ۶ عام وګړي شهیدان شول.
-
افغان طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره ملګرتیا ته ګروهمن نه دي
Sep 19, 2026 05:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره دملګرتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.
-
د واده په وخت ژړا
Sep 08, 2026 14:17د تهران د پښتو خپر نې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د واده په وخت ژړا په نامې سره له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو چې د وحشی امریکائي ترهه ګر پوځ په لاس د ایران د سیریک ټاپو په کوهستک سیمې کې د واده پر دستورو د وحشي ډوله حملې له امله د وینې بهیدا په اړه دی ، هیله ده له وحشی او دانسانیت له دښمن امریکائي پوځ څخه مو کرکه اونفرت لازیات شي له دغه مطلب استفاده وکړئ.