Pars Today

Pashto
  • کور
  • راډیو
  • Albanian shqip
  • Armenian Հայերեն
  • Assyrian ܐܬܘܪ̈ܝܐ
  • Azeri Azəri
  • Bangla বাংলা
  • Chinese 中文
  • Dari دری
  • English English
  • French français
  • German Deutsch
  • Hausa Hausa
  • Hebrew עברית
  • Hindi हिन्दी
  • Indonesian Bahasa Indonesia
  • Italian Italiano
  • Japanese 日本語
  • Kazakh қазақ тілі
  • Kiswahili Kiswahili
  • Pashto پښتو
  • Persian فارسی
  • Russian Русский
  • Spanish Español
  • Tajik Тоҷик
  • Taleshi Tolışə
  • Turkish Türkçe
  • Turkmen Türkmen
  • Uzbek узбек
  • نړۍ
  • لوېدیځه اسیا
  • ایران
  • دین
  • افغانستان
  • پاکستان

د اوکراین او د روسیې جنګ

  • د نوي ډیلي لومړیتوب له ډاډمنو سرچینو په مناسبه بیه د انرژۍ ترلاسه کول دي

    د نوي ډیلي لومړیتوب له ډاډمنو سرچینو په مناسبه بیه د انرژۍ ترلاسه کول دي

    Feb 21, 2026 04:15

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «راندیر جیسوال» د نوي ډیلي د انرژۍ د پالیسیو په دوام باندې ټينګار سره وویل د نوي ډیلي لومړیتوب د انرژۍ په زمینه کښې د هیواد د مصرفونکو د ګټو ساتل او د اعتماد وړ او د ډاډمنو سرچینو له لارې او په مناسبه بیه د کافي انرژۍ له ترلاسه کولو اطمینان دی.

  • د ایران او د امریکا تر مینځ د خبرو د نتیجې په هکله وارمخکې قضاومت ونکړئ

    د ایران او د امریکا تر مینځ د خبرو د نتیجې په هکله وارمخکې قضاومت ونکړئ

    Feb 18, 2026 15:20

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند «دیمتري پسکوف» په دې خبرې سره چې د ایران او د امریکا خبرې اترې د ترسره کیدا په حال کښې دي د دغو خبرو اترو د نتیجې په هکله له وارمخکې قضاوت څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړه.

  • د اوکراین د جنګ د بندولو په هکله خبرې به په سویزرلینډ کښې وشي

    د اوکراین د جنګ د بندولو په هکله خبرې به په سویزرلینډ کښې وشي

    Feb 18, 2026 10:37

    زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې او د اوکراین مرکچیان به نن د سویزرلینډ هیواد په جینیوا ښار کښې د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو له سره پیل کړي دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف خوشبینې څرګنده کړې ده چې له دوهم نړیوال جنګ وروسته د اروپا تر ټولو خونړی جنګ پاې ته ورسوي.

  • اروپايي اتحادیه په اوکراین کښې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ معلوم وړاندیز نلري

    اروپايي اتحادیه په اوکراین کښې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ معلوم وړاندیز نلري

    Feb 18, 2026 09:58

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فرانسې کښې د روسیې سفیر «الیکسي میشکوف»په دې خبرې سره چې ماسکو په ځلونو ویلي دي له اروپايي اتحادیې سره د تماس ورونه نه بندوي ټینګار وکړ: خو د دغه اتحادیې غړیو تراوسه په اوکراین کښې د کړکیچ د حل کولو او یوې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ معلوم وړاندیز نه دی ورکړی.

  • له روسیې سره له خبرو د جرمني ډډه کول د اروپا په دریځونو کښې د اختلاف د رامینځته کیدا نښه ده

    له روسیې سره له خبرو د جرمني ډډه کول د اروپا په دریځونو کښې د اختلاف د رامینځته کیدا نښه ده

    Feb 09, 2026 10:57

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني «برلینر سایتونګ» ورځپاڼې په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې د اوکراین په هکله له روسیې سره له نیغ په نیغه خبرو د جرمني د صدراعظم فرډریش مرتس» ډډه کول د اروپايي اتحادیې د نورو هیوادونو له کړچار سره توپیر دی ولیکل:

  • د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته

    د روسیې او د اوکراین د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر هیله شته

    Feb 03, 2026 03:48

    زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د جنګ د بندولو هڅه کوو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د جنګ د بندیدا په هکله د ښه خبر توقع شته.

  • د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی

    د ایران پرضد د پوځي اقدام ګواښ د منلو وړ نه دی

    Feb 03, 2026 03:37

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د ایران په کورنیو سیاسي بهیرونو کښې د خارجي لاسوهنو په غندلو سره وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي اقدام د ترسره کولو ګواښ کاملا د نه منلو وړ دی.

  • روسیه له  نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري

    روسیه له نړیوال تاوتریخوالي او د جنګ له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلري

    Feb 03, 2026 03:25

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت د شورا د مشر مرستیال «دیمیتري مدودف»په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې ماسکو هیڅکله د نړیوالې جګړې غوښتونکی نه دی ټینګار وکړ روسیې په اوکراین کښې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو په وخت هم د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره دلچسپۍ نلرله.

  • د فرانسې او د بریتانیا پینځلس زره پوځیان اوکراین ته استول کیږي

    د فرانسې او د بریتانیا پینځلس زره پوځیان اوکراین ته استول کیږي

    Jan 11, 2026 06:06

    پارس ټوډی راپور راکړی «ټایمز» مجلې د خبرو سرچینو په قول راپور ورکړ د بریتانیا او د فرانسې حکومتونه اراده لري چې اوکراین ته خپل پینځلس زره پوځیان واستوي.

  • د روسیې د بشري حقوقو کمشنرې د جنګي بندیانو د تبادلې لپاره د لیک د تبادلې خبر ورکړ

    د روسیې د بشري حقوقو کمشنرې د جنګي بندیانو د تبادلې لپاره د لیک د تبادلې خبر ورکړ

    Dec 17, 2025 04:24

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې فیډراسیون د بشري حقوقو کمشنرې میرمن «تاتیانا موسکالکووا» په ټیلیګرام اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل دغه اقدام د بشر دوستانه بهیر په وخت ترسره شوی چې د بیلاروس په مینځګړي توب او د دواړو لورو ترمینځ له میاشتو میاشتو خبرو اترو وروسته بڼه خپله کړې ده.

زیات ښيي
Pars Today

© 2026 PARS TODAY. All Rights Reserved.

خبرونه
    نړۍ
    لوېدیځه اسیا
    ایران
    دین
    افغانستان
    پاکستان
Pars Today
    زمونږ په اړه
    له مونږ سره اړیکی
    ار ایس ایس