-
د رسول الله د میلاد په مناسبت له ۲۵۰۰ څخه د زیاتو محکومینو سزا بخښل شوی او یا تخفیف ورکړی شوی دی
Sep 01, 2026 05:53پارسټودي ـ د حضرت محمد مصطفی(ص) د مبارک میلاد په مناسبت، د ایران د عمومي او انقلاب محکمو د وسلهوالو ځواکونو د قضايي سازمان او د حکومتي تعزیراتو د سازمان له خوا د ۲۵۷۷ محکوم شویو د بخښنې، د سزا د کمولو او بدلون د اجرا حکم صادر شو.
-
د ایران اسلامي انقلاب رهبر داسلامي هیوادونو له مشرانو غوښتي،چې خپل ګډ دښمن وپیژنې او پر وړاندې یې ودریږي.
Aug 31, 2026 12:41د ایران اسلامي انقلاب لارښود سید مجتبی خامنه یې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد د پیدایښت ورځې او یووالي ځانګړې اونۍ په ویاړ داسلامي هیوادونو مشرانو ته په استول شوي پیغام کې د ګډو ګواښونو پر وړاندې د اسلامي امت پر یووالي او همغږۍ ټینګار کړی دی.
-
د اسلامي انقلاب رهبر: د هر مقام هر څوک چې هر ډول تفرقهاچوونکی کار وکړي، د دښمن موخه پوره کوي.
Aug 30, 2026 12:58پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب رهبر په یوه پیغام کې ویلي دي: هر څوک چې په هر مقام کې وي، که داسې کار ترسره کړي چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې لامل شي، که په پوهه وي او که په ناپوهۍ، د اسلام د دښمنانو موخه یې پوره کړې ده.
-
د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وي،منع دي
Aug 29, 2026 05:17پارس ټوډې- د اسلامي انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکي ولسمشر، قدرداني وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائي ـ صهیونیسټي دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوي دي. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وي، ممنوع دي.»
-
د سپاه پاسداران سمندری ځواکونه پر هرمز سټراټیژیکې اوبلارې بشپړ کنټرول لري
Aug 29, 2026 07:25د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوې اعلامیې کې وئیلي دي، پر هرمز سټراټیژیک تنګي د اسلامي مبارز ځواک تسلط په بشپړه توګه مشخص دی.
-
وحدت د حقیقي دښمن په لور د مخ اړولو او له داخلي شخړو څخه د وتلو په معنا دی
Aug 29, 2026 07:22د لبنان د حزبا... ولسی مبارز غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ خوښ او وړ اسلامي وحدت هغه دی چې امت له وابستګۍ او ځانبايلنې څخه وژغوري، د امت د حقیقي دښمن پر لور د مخ اړولو لامل شي او له داخلي شخړو څخه د وتلو معنا ولري.
-
د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت دی
Aug 29, 2026 06:43پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ملت پر وړاندې د امریکا اقتصادي ترهګري د بشریت پر وړاندې جنایت بللې ده.
-
ټرمپ ناروغه دی او د ارواپوهانو په سپارښتنه باید درملنه ئې وشي
Aug 29, 2026 05:28پارسټوډي ــ د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرمز تنګي په اړه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ټرمپ د هغه څه په وړاندې غبرګون وښود چې هغه وَهمي څرګندونې وبللې.
-
د رڼا سرچینې -207 ( روښانه د ریځ )
Aug 27, 2026 13:23د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه وا لو په دې شیبو کې درڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني دوه سوه اوم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې درسره د کافرون سورې له دوهم ترشپږم پورې آیتونو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
-
د اسلامي هېوادونو د همغږۍپیاوړتیا د سیمې د ثبات د ټینګښت لامل کېږي
Aug 26, 2026 05:36پارستودي ــ د ایران ولسمشر د سیمې پراخو زېرمو او سترو شتمنیو ته په اشارې خبرداری ورکړی چې دښمنان دغو شتمنیو ته د طمې په سترګه ګوري او د ترلاسه کولو لپاره ئې د اختلاف، جنګ او شخړو د رامنځته کولو هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ چې د دې وضعیت پر وړاندې د مقابلې یوازینۍ لار د اسلامي هېوادونو هوښیارتیا او یووالی ساتل دي.