-
خلک دې صهیونیسټانو ته دکلک ځواپ په تمه ووسي
Nov 06, 2024 01:52سردار فدوي ددې خبرې په کولو سره چې د فلسطین د مقاومت د شهیدو مبارازانو شمیر له هغه څه ډیر کم دی چې د صهیونیسټانو په وسیله اعلان شوی ، ووئیل؛ صهیونیسټي جنایتکاران په فلسطین هرډول جنایتونه کوي اوله بده مرغه څه دپاسه شل زره ماشومان او زلمیان ئې شهیدان کړي دي.
-
افغان طالبانو بیا هم په افغانستان کې د«ټي ټي پي» شتون رد کړ
Nov 05, 2024 03:41مجاهد وایي دوی هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ناسمه ګټه واخلي.
-
د طالبانو حکومت : په ننګرهار کې یی یوه ښځه په دُرو وهلې
Nov 05, 2024 03:38د افغان رسندویو له راپور سره سم د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یوه ښځه په دُرو وهلې ده.
-
د کابل په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی
Nov 04, 2024 09:40د افغانستان د اطفایې او له پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د کابل په پغمان کې د شنبې په مازدیګر د اورلګېدو له امله ۶ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
-
ایران ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
Nov 04, 2024 09:17په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ایران ته د افغانستان صادرات د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه چنده زیات شوي دي.
-
په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي
Nov 04, 2024 09:09د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې سږکال د تېر کال پرتله په افغانستان کې د شري یا سرخکان مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
-
د افغانستان له حکومته د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
Nov 03, 2024 12:10تر دې وړاندې هم د خپلو معاشونو د نه ورکړې په اعتراض په کابل کې د ملګرو ملتو د استازي دفتر مخې ته ټول شوي وو. دوي له یوناما څخه وغوښتل چې د متقاعدینو د معاشونو په ورکولو کار پیل کړي.
-
په افغانستان کې د لږکیو د وضعیّت په باب د ملګروملتو خبرداری
Nov 03, 2024 11:19د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ په دریمې کمیټې کې د ملګروملتو د بشری حقوقو ځانګړي رپورټر ریچرډ بنټ د خپل وروستي راپور په وړاندې کولو سره ټينګار کړی دی،په ژوره توګه په افغانستان کې د قومي او مذهبی لږکیو په تیره بیا د هزارګانو په وضعیّت اندیښمن دی.
-
په افغانستان کې دې د اهل تشیعَ پرغوښتو ارزونه وشي
Nov 03, 2024 10:41د افغانستان د شیعه عالمانو دشورا په افغانستان کې د اوسني نظام په ملاتړ سره د اهل تشیّع د روا او ضروري غوښتو باندې د غور غوښتنه کړې ده.
-
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا خرابیدو خواته روان دی
Nov 03, 2024 01:54زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان لپاره د بشري حقونو برخه کې ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر په خپل تازه رپوټ کې ویلي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د لا ډېر خرابیدو خواته روان او د مخنیوي لپاره یې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه پرېکنده ګام واخلي.