په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي
Nov 04, 2024 12:39 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې سږکال د تېر کال پرتله په افغانستان کې د شري یا سرخکان مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان ویلي چې روان کال په افغانستان کې د شري ناروغۍ شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
زمان زیاتوي، چې د عامې روغتیا وزارت سږ کال د شري ضد واکسین څو کمپاینونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان په تازه راپور کې ويلي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې ۱۸ کسان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په روانه میاشت کې په افغانستان کې د شري ۴زره ۱۵۵ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
ټیګونه