-
طالبانو د فلسطین په هکله د نړیوالې ټولنې چوپتیا غندلي ده نور راپور واورئ
Dec 25, 2023 11:17زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د فلسطین د جګړې په اړه د نړیوالې ټولنې په چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍ پرته له کوم غبرګونه د فلسطیني وګړو د قتل عام ننداره کوي.
-
د طالبانو سرپرست حکومت له ایران سره ښې اړیکې لري نور حال دلته لرو
Dec 25, 2023 11:07زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، چې سرپرست حکومت له ایران سره ډېرې ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو سفارتونه او قونسلګرۍ فعاله دي.
-
بهرنئ حکومتي او رسندوئي کړئ دې دافغانستان نامناسب عکس نه انځوروي
Dec 25, 2023 10:02ندامحمد ندیم همداراز ټينګار کړی، بهرني هیوادونه د بشری حقوقو په نامې سره غواړي، په افغانستان کې د شرعي حدودو د اجرائي کیدا مخه ونیسي .
-
له طالبانو سره داړیکو عادی کیدا دافغانستان او نړۍ په ګټه ده
Dec 25, 2023 09:02په افغانستان کې د ملګروملتو پخواني استازي د افغانستان د طالبانو د حکومتي کابینې د مشر له اداري مرستیال سره په کتنې کې ټينګار و کړ، له طالبانو سره داړیکو عادي کیدا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده.
-
په افغانستان کې ۴میلیون میئندې او ماشومان له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان دي
Dec 25, 2023 08:41د خوړو نړیوالې ادارې پرون په ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې په افغانستان کې څه دپاسه څلور میلیون میئندې او ماشومان له ناوړه خوړو سره لاس او ګریوان شوي دي ، ټينګار کړی دی ،په دغه هیواد کې د د نړیوالو خوړو د مخه نیونې او درملنې لپاره نړیوالې مرستې ناکافي دي .
-
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي
Dec 25, 2023 03:03د پولیو څخه د پاک افغانستان په نوم د واکسین کمپاین پاڼې د خبر له مخې؛ نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي چې په ترڅ کې به له ۵ کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.
-
اروپايي ټولنه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته وکړه
Dec 25, 2023 01:59د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د درې میلیونه یورو د مرستې اعلان وکړ.
-
لغمان کې ترافیکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
Dec 24, 2023 11:37د افغانستان لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې د هایلکس موټر او ریکشا د ټکر له امله د دوو میرمنو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
-
ماشومان په افغانستان کښې د چاودنو او ماینونو اصلي قربانیان دي
Dec 24, 2023 11:15د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: په افغانستان کې ماشومان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو تر ټولو ډېر قربانیان دي.
-
امریکا د افغانستان د دیني مدرسو د نابودولو هڅه کوي
Dec 24, 2023 10:46د افغانستان د طالبانو د حکومت د پوځ لوې درستیز وویل: امریکې په افغانستان کښې په خپل شل کلن پوځي شتون کښې هڅه وکړه چې دیني مدرسې ختمې کړي.