بهرنئ حکومتي او رسندوئي کړئ دې دافغانستان نامناسب عکس نه انځوروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143728-بهرنئ_حکومتي_او_رسندوئي_کړئ_دې_دافغانستان_نامناسب_عکس_نه_انځوروي
ندامحمد ندیم همداراز ټينګار کړی، بهرني هیوادونه د بشری حقوقو په نامې سره غواړي، په افغانستان کې د شرعي حدودو د اجرائي کیدا مخه ونیسي .
(last modified 2023-12-25T07:38:09+00:00 )
Dec 25, 2023 10:02 Asia/Kabul
  • بهرنئ حکومتي او رسندوئي کړئ دې دافغانستان نامناسب عکس نه انځوروي

ندامحمد ندیم همداراز ټينګار کړی، بهرني هیوادونه د بشری حقوقو په نامې سره غواړي، په افغانستان کې د شرعي حدودو د اجرائي کیدا مخه ونیسي .

 

 د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر  ووئيل ،بهرني هیوادونه دې په مختلفو پلمو  او ناسمو نیوکو سره دې نړۍ ته د افغانستان نامناسب انځور نه وړاندې کوي.
د افغانستان د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم پرون په کابل  کې په یوې مذهبی مدرسې کې  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، بهرني  هیوادونه، په مختلفو پلمو او  نامناسبو  نیوکو سره  نړۍ ته د افغانستان  یو بد انځور وړاندې کوي.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړی، ندامحمد ندیم همداراز ټينګار کړی، بهرني هیوادونه د بشری حقوقو په نامې سره غواړي، په افغانستان کې د شرعي حدودو د اجرائي کیدا مخه ونیسي .

د افغانستان د حکومت د لومړي  وزیر د سیاسی مرستیال ددفتر مشر مولوی ذاکر  هم له دې مخکې په کابل کې  د ملګروملتو د   نمایندګۍ ددفتر له مشر سکاټ سمیټ او د هغه له مرستیالانو سره په کتنې کې  و ئيلي وو، ملګری ملتونه دې  نړۍ د کابل د اوسني حکومت  د بریاؤ دقیق او حقیقي انځور  وراندې کړي.

طالبان په افغانستان کې بیا قدرت ته له رسیدا راهسې د نړیوال رواوالی دترلاسه کولو  هڅه کوي، خو  هیوادونو او نړیوالو اورګانونو   په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت  دبشری حقوقو په خلاف ورزیو تورنوي ، او وائي تر څو چې په دغه هیواد کې د انجونو او میرمنو پر زده کړو او کارکسب بندیز وي نړیواله ټولنه به ددغه رژیم د په رسمیّت پيژندنې په لور ګام پورته نه کړي.