-
داعش ډلې په کابل کښې په هوټل کښې د بم چاودنې مسوولیت ومانه
Jan 20, 2026 02:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې څلرویشتم عربي ټیلي ويژن وویل داعش ډلې د کابل په یوه هوټل کښې په یوه رستوران باندې د حملې چې د چین دوه ښاریز او د افغانستان شپږ ښاریز پکښې وژل شوي وو مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي
Jan 19, 2026 12:18د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.
-
جاپان په تېرو ۴ کلونو کې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې
Jan 19, 2026 10:02په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې ۴ کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته تللی
Jan 19, 2026 01:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
-
افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو شمیر په اوځاره توګه زیات شوی دی
Jan 18, 2026 09:19د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالي کمېسارۍ یا یونیسیار په یوه راپور کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۱۳۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېر ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
-
د پاکستان د فشار آلې يو په بل پسې د منځه تلو په حال کې دي
Jan 17, 2026 02:58زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ويلي، د پاکستان د دباو هغه آلې چې له کلونو راهيسې د افغانستان پر وړاندې کارول کېدې، يو په بل پسې د کمزورۍ او له منځه تلو په حال کې دي.
-
طالبانو د کورنیو اختلافاتو په اړه د بې بي سي راپور رد کړ
Jan 16, 2026 11:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په سرپرست حکومت کښې د کورنیو اختلافاتو په هکله د بي بي سي ادعا بې اساسه وبلله.
-
پوتین د افغان طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
Jan 16, 2026 02:34د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د افغان طالبانو د سفیر ګل حسن باورلیک ومانه، چې له دې سره د هغه ډیپلوماتیک حیثیت رسمي شو.
-
د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Jan 16, 2026 01:05پارسټوډې – د افغانستان د هرات والي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د اسانتیاوو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په اړه امریکا ته د افغان چارواکي خبرداری
Jan 16, 2026 00:58پارسټوډې – د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه لویه تېروتنه وي.