په افغانستان کې د درملو د صنعت وده
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې په افغانستان کې د درملو د تولید صنعت په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او په بازار کې د کورنیو تولیداتو ونډه ۳۸ سلنې ته لوړه شوې ده؛ په داسې حال کې چې اته میاشتې وړاندې دغه کچه شاوخوا ۲۵ سلنه وه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په کابل کې د «ابوعلي سینا بلخي» د دویم ملي او نړیوال تخصصي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې اوس مهال په هېواد کې د نږدې ۴۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره ۱۳۴ د درملو جوړولو فابریکې فعالیت کوي او له ۱۱۷۰ څخه ډېر ډولونه درمل تولیدوي.
د هغه په وینا، پر بهرنیو درملو د تکیا کمېدو د کورني صنعت د ودې او په دې برخه کې د لا زیاتو پانګونو د جلب لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی.
هغه زیاته کړې چې سرپرست حکومت وروسته له هغې چې له ځینو دودیزو بازارونو څخه د درملو واردات محدود شول، هڅه کړې چې د بدیلو بازارونو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو ظرفیت هم لوړ کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د روغتیايي سکټور موجودو اړتیاوو ته په اشارې ټینګار کړی چې له وروستیو پرمختګونو سره سره، کورني تولیدات لا هم د هېواد ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای او د درملو جوړولو فابریکې باید د خپلو تولیداتو کیفیت او ظرفیت د نړیوالو معیارونو مطابق لوړ کړي.
د سرپرست حکومت چارواکي وایي، د څارنې زیاتوالی، پانګونه او د تولیداتو د معیاري کولو هڅې د دې ودې اساسي عوامل دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه د درملو واردات د سیاسي ترینګلتیاوو او د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله درېدلي دي.
د مالیې وزارت له پاکستان څخه واردات په بشپړ ډول منع کړي او دغه پرېکړه د سرحدي اختلافاتو او د اسلامآباد له لوري د لګول شویو محدودیتونو له زیاتېدو وروسته شوې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان ډېره برخه درمل له پاکستان څخه تأمینېدل، او د وارداتو درېدو پر کورني بازار فشار زیات کړی او د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا اړتیا یې لا ډېره کړې ده.
اقتصادي او روغتیايي کارپوهان باور لري چې د درملو جوړولو صنعت پراختیا کولای شي د وارداتو د لګښتونو په کمولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د روغتیايي ځانبسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.