په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي
د ابو علي سينا بلخي په نوم د درملو دویم ملي او نړیوال نندارتون د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲ مه) په کابل کې پای ته ورسېد.
د پای په مراسمو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د کورني تولید پر پیاوړتیا او د روغتیايي محصولاتو د کیفیت او کمیت پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل: «له سوداګرو، هېوادوالو او هغو افغان پانګوالو څخه چې په بهر کې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې په کورني تولید، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې، پانګونه وکړي. همداراز له کورنیو تولیدوونکو غواړو چې معیارونو او کیفیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي، او له خلکو او روغتونونو هم غوښتنه کوو چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.»
دغه نندارتون په داسې حال کې پای ته ورسېد چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید فابریکو شمېر زیات شوی دی.
د شمېرو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د درمل جوړولو ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي، او ۱۱۷۰ ډوله درمل او روغتیايي محصولات په افغانستان کې ثبت شوي دي.