-
د ښځو زده کړې فرض کفايي دي
Aug 23, 2023 09:24د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده.
-
له ايران سره سوداګريزه راکړه ورکړه زياته شوې
Aug 23, 2023 09:18د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د افغانستان او ايران تر منځ د ۵۱۲ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه شوې ده.
-
د تسنیم خبري اژانس د عکاس د نیولو موضوع تعقیبوو
Aug 23, 2023 00:04زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: د طالبانو لخوا د تسنیم خبري اژانس د عکاس نیول کیدل په جدي ډول د تعقیبیدا په حال کښې دي.
-
پر افغان نجونو باندې د زده کړو د بندیز ویجاړوونکې رواني اغېزې
Aug 22, 2023 14:04په افغانستان کې د کارپوهانو او رواني متخصصانو په وینا، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه، د دوی ترمنځ د افسردګۍ لامل شوی دی.
-
له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي
Aug 22, 2023 08:40د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي، خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
-
د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت له یوه ایراني شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
Aug 22, 2023 08:30د طالبانو د اوبو او برښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یوه ایراني شرکت سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برښنا د تولید، لیږد او وېش په برخو کې د پانګونې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
-
لغمان ولایت کې لږترلږه دولس تنو ته د ترافیکي پېښې له امله مرګ ژوبله واوښته نور جزیات دلته واورئ
Aug 22, 2023 07:06زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو چارواکي وایي د پیښې ټپیان یې پر وخت نږدې روغتیایی مرکز ته لیږدولي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضیعت د ډاډ وړ بللی دی.
-
طالبان له نړۍ سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو غوښتونکي دي نور حال دلته لرو
Aug 22, 2023 06:57زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني اروزګان ولایت ته په خپل سفر کې له نړۍ سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو غوښتنهکړې ده.
-
طالبان: د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو طرحه څیړو
Aug 22, 2023 03:09د افغانستان د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د پرانستلو طرحه جاجوي.
-
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر ایران ته راغی
Aug 22, 2023 01:56په افغانستان کښې د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر تیر ماښام د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته راغلی دی.