طالبان: د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو طرحه څیړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137450-طالبان_د_نجونو_د_ښوونیزو_مرکزونو_د_پرانیستلو_طرحه_څیړو
د افغانستان د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د پرانستلو طرحه جاجوي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Aug 22, 2023 03:09 Asia/Kabul
  • طالبان: د نجونو د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو طرحه څیړو

د افغانستان د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د پرانستلو طرحه جاجوي.

د افغانستان د طالبانود حکومت د لوړو زده کړو وزارت وویل چې په دغه هیواد کښې د نجونو لپاره د ښوونیزو مرکزونو د پرانستلو طرحه جاجوي.

د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې، په افغانستا کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت علمي مرستیال پرون له خبریالانو سره په غونډه کښې څرګنده کړه: یوه کمیټه د جینکو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو د پلان په څیړنې لګیا ده.

هغه په دې اړه جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه: کله چې د ښوونخیو د پرانستلو طرحه فاینل شي، جزئیات به یې له خلکو سره شریک کړو.

دا په تیر یو کال کښې څویم ځل دی چې طالبان د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره د هلوځلو خبره کوي خو تراوسه یې پرې عمل نه دی کړی.