-
د افغانستان شمالي سیمو ته د سیلانيانو ورتګ ډېر شوی، نور حال زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ
Jul 02, 2023 13:16پنجشېر ولایت ته د لوی اختر په ورځو کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه تر پخوا ډیره شوې ځکه چې تفریحي سیمې یې شنې او زړه راښکونکي دي.
-
د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غبرګون په اړه زموږ د همکار بشپړ راپور دلته واورئ
Jul 02, 2023 07:54د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعدې ډلې د شتون په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تازه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې ددغه هېواد په باب د حقیقت درک بللی دی.
-
د افغانستان په بامیان کښې د پاسپورټونو ویش بند شوی دی
Jul 02, 2023 14:08د افغانستان په بامیان ولایت کښې یوځل بیا د پاسپورټونو د ویش بهیر بند شوی دی.
-
د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ترهګرو بریدونو دوام
Jul 02, 2023 14:03د ۲۰۲۱ کال په مۍ کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کښې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي
-
د بایډن څرګندونې په ژمنو باندې د طالبانو د پابندي نښه ده
Jul 02, 2023 13:57ذبیح الله مجاهد وایي، د امریکې د ولسمشر جوبایډن وروستۍ څرګندونې، په کړې ژمنې باندې د طالبانو د پابندۍ نښه ده.
-
طالبان: د فرانسې د خلکو د اعتراضونو جرړه، بې انصافي ده
Jul 02, 2023 12:07د طالبانو جګ پوړی غړی د فرانسې د وروستیو پیښو په غبرګون کښې وايي، د دغه هیواد خلک د بې عدالتۍ په وجه سړکونو ته راوتلي دي.
-
د طالبانو د قطر دفتر په رسمیت د خپل لنډمهاله حکومت د پيژندل کیدو کوشش کوي
Jul 02, 2023 11:48د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په دوحه کښې وویل، هڅه کوو چې له نړیوالې ټولنې سره د خپل موقته حکومت اړیکې پیاوړې کړو.
-
په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 01, 2023 11:58د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي وایي، چې د لوی اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله، په ننګرهار کې 170 تنه ټپیان، د دې ولایت بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه لیږدول شوي، چې له امله یې دوه تنو خپل ژوند بایللی دی.
-
په افغانستان کې د نورو هیوادونو په ضد هیڅ ډول وسلواله ډله فعاله نه ده
Jul 01, 2023 09:36طالبان نورو هیوادونو ته د تاوان درسولو لپاره ددغه هیواد له خاورې داستفادې لپاره هیڅ یوه هیواد ته اجازت نه ورکوي. په دې اړه دمونږ اقدامات د امریکا پشمول د هیڅ یوه هیواد څخه دغوښتنې یا ملاتړ په دلیل نه دي.
-
د افغانستان د طالبانو چارواکو دعربستان له ولی عهد سره وکتل
Jul 01, 2023 09:21د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع او روغتیائي چارو وزیرانو د حج د مناسکو په څنډې کې د سعودي عربستان له لوړپوړو چارواکو سره کتنه اوخبرې اترې کړي دي.