د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ترهګرو بریدونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135214-د_طالبانو_له_واکمنیدو_وروسته_د_ترهګرو_بریدونو_دوام
د ۲۰۲۱ کال په مۍ کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کښې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي
(last modified 2023-07-02T09:38:14+00:00 )
Jul 02, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • د طالبانو له واکمنیدو وروسته د ترهګرو بریدونو دوام

د ۲۰۲۱ کال په مۍ کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کښې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي

د ۲۰۲۱ کال په مۍ کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد کښې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پریس ټي وي د رپورټ له مخې، ملګرو ملتو په یو رپورټ کښې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د څه باندې زرو ملکي وګړو د وژل کیدو په تاییدولو سره وویل چې زیاتره قربانیان هزاره شیعیان دي او د دغو بریدونو پړه هم داعش ترهګرې ډلې منلې ده.

پّ هم دې لړ کښې د افغانستان د چارو کارپوه او شناندي پیوند باقر وايي: په خواشینۍ سره د طالبانو له واکمنیدو وروسته هم په افغانستان کښې د لاس جوړو بمونو په کارولو سره چاودنې او هم داشان ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه: دغه حملې د مختلفو ولایتونو په ښوونځیو، جوماتونو او روزنیزو مرکزونو کښې شوې دي.