د افغانستان  د طالبانو چارواکو دعربستان له ولی عهد سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135160-د_افغانستان_د_طالبانو_چارواکو_دعربستان_له_ولی_عهد_سره_وکتل
د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع او روغتیائي چارو وزیرانو د حج د مناسکو په څنډې کې د سعودي عربستان له  لوړپوړو چارواکو سره  کتنه اوخبرې اترې کړي دي.
(last modified 2023-07-01T04:55:24+00:00 )
Jul 01, 2023 09:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان  د طالبانو چارواکو دعربستان له ولی عهد سره وکتل

د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع او روغتیائي چارو وزیرانو د حج د مناسکو په څنډې کې د سعودي عربستان له  لوړپوړو چارواکو سره  کتنه اوخبرې اترې کړي دي.

د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا....مجاهد پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره د حج د دستورو تر څنګ د افغانستان د دفاع او روغتیائي چارو د وزیرانو مولوي محمد یعقوب مجاهد او قلندرعباد د لیدوکتو عکسونه  خپره کړي او وئيلی ئې دي ، چې د عربستان له ولی عهد سره د افغانستان د انساني حالاتو او ترینګلتیاؤ په باب خبرې اترې شوي دي.

داپه داسې حال کې دي چې له افغانستان  سره د  مرستې لپاره د اسلامی  ملګرتیا موسیسې له هڅو سره سره  عربستان تر دې د مه  له کابل څځه  په اقتصادي ملاتړ او مرستو کې د پام وړ رول نه دی لوبولی.

زمونږخبریال  د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د روغتیائی چارو وزیر قلندر عباد  چې د  حج دمناسکو د ادا کولو لپاره عربستان ته تللی،مکې شریفې کې ئې  دعربستان د روغتیائي چارو له وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلاجل  سره کتنه او خبرې کړي دي. په دغې کتنې کې  دواړو لورو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوځڼ د ناروغۍ د ریښې د وچولوپه باب سره خبرې اترې  کړي دي.  افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر دې دمه پکې د ګوځڼ ناروغي  هماغه راز  شته.