د افغانستان په بامیان کښې د پاسپورټونو ویش بند شوی دی
Jul 02, 2023 14:08 Asia/Kabul
د افغانستان په بامیان ولایت کښې یوځل بیا د پاسپورټونو د ویش بهیر بند شوی دی.
د افغانستان په بامیان ولایت کښې یوځل بیا د پاسپورټونو د ویش بهیر بند شوی دی.
د آوا خبري آژانس د خبر له مخې، د بامیانو د پولیسو ادارو نن وویل چې د پاسپورټ ادارې د مشر په حکم، په بامیان ولایت کښې د پاسپورټونو د ویش بهیر تر بلې خبرتیا بند شوی دی.
دغه چارواکي په بامیان کښې د پاسپورټ د صادریدو د بندیدو د وجوهاتو په وجه وضاحت ور نه کړ خو په تیر یو کال کښې طالب چارواکو په کراتو تخنیکي ستونزې، په مختلفو ولایتونو کښې د پاسپورټونو د ویش د بندیدو لامل بللې دي.
ټیګونه