-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
-
د سولې ټینګښت لپاره دې د ملي خبرو له لارې هڅه وشي
Jun 28, 2023 08:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې د سولې د ټینګښت باید د ملي ډیالوګ له لارې هڅه وشي.
-
د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
-
د پاکستان له بندخونو ۲۷ افغان بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 02:47د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.
-
افغانستان کې سیلابونو ۵ تنه مړه کړي
Jun 28, 2023 02:42چارواکي وایي، د افغانستان په پکتیکا، لوګر، پروان، ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو کې سېلابونو ۵ کسان مړه کړي
-
افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو زیات تریاک تولیدوي خو طالبان یي ردوی
Jun 27, 2023 11:21په افغانستان کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ مېلیونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي، چې دا شمېر د ټول نفوس ۱۰ فیصده کېږي
-
افغانستان کې له بندخونو څه باندې ۲ زره بندیان ازاد شول
Jun 27, 2023 12:43د طالبانو حکومت ستره محکمه وایي، د افغانستان له بېلابېلو زندانونو څخه د اختر په مناسبت ۲ زره او ۱۸۷ هغه بندیان چې د بښنې وړ وو، خوشې کړې دي.
-
افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو لپاره بد هېواد وبلل شو
Jun 27, 2023 12:12د کیډز رایټس یا د ماشومان د حقونو څخه د ملاتړ سازمان په یوې خپرې شوې تازه درجه بندۍ کې افغانستان د ماشومانو لپاره په تازه درجه بندۍ کې درېیم بد هېواد اعلان کړی.
-
چاودنو کې ۲۸۱۴ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله
Jun 27, 2023 11:53دوو کالونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته د چاودیدونکو توکو د چاودنو له امله مرګ ژوبله اوښتې