د پاکستان له بندخونو ۲۷ افغان بندیان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135048-د_پاکستان_له_بندخونو_۲۷_افغان_بندیان_خوشې_شول
د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.
(last modified 2023-06-27T22:18:06+00:00 )
Jun 28, 2023 02:47 Asia/Kabul
  • د پاکستان له بندخونو ۲۷ افغان بندیان خوشې شول

د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

دغه افغانان چې د اوسېدو سندونو نه لرلو له کبله د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې بندیان وو، د ډیورنډ پر فرضي کرښې د تورخم دروازه کې محلي مسوولانو ته تر سپارل کېدو وروسته خپلو سیمو ته لېږل شوي دي.

د دغو بندیانو په وینا، له څه مودې راهیسې د پاکستان په بندخونو کې وو او د بندخونو مسوولانو هم ورسره ناوړه چلن کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او بندي کېدل زیات شوي دي.