-
تېر کال چاوده توکو ۷ سوه افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
May 22, 2023 11:07د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له اوه سوه زیات ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
-
بدخشان کې د کان ښویېدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي
May 22, 2023 11:01د افغانستان بدخشان ولایت کې چارواکي وایي، د کان ښویدنې پېښه کې دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
-
د ایران د حق ابی په اړه د تهران راډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واروئ
May 22, 2023 03:01د ایران د حق ابې په اړه د تهران رآډیو د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونې میلمانه: انجینر فرید احمد ناصرزی او ډاکټر علي واحدي د خپرونې کوربه: عطا.الله خوږیاڼی
-
غزني کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې
May 22, 2023 07:37د افغانستان غزني ولایت د مرکز اړوند مربوطاتو کې د نږدې ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کیلو متر په اوږدوالي د سړک د پخولو چارې پیل شوې.
-
له کتاب سره د ایران د ځوان کول لیوالتیا د هیواد د پرمختګ ښکارندوي کوي
May 22, 2023 07:08زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریس قاري نور محمد حنیف چې د ایران اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په رسمي بلنه د ایران په پلازمینه تهران کې د کتابونو څلوردیرشم نړیوال نندارتون کې
-
د ملګرو ملتونو غونډو کې طالبانو ته د ګډون د ورکړې غوښتنه
May 22, 2023 02:12د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په جوړیدونکو غونډو کې دوی ته د ګډون حق د ورکړې غوښتنه کړې.
-
طالبان تل له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
May 21, 2023 09:17د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه په کابل کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
-
د افغانستان ارزګان ولایت کې د کرونا پېښې زیاتې شوي
May 21, 2023 10:46د افغانستان ارزګان ولایت د طالبانو د روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او له همدې امله دوی ۷۵ زره کسانو ته د کرونا ویروس د مخنیوي واکسین تطبیقوي.
-
د افغان حاجیانو لومړۍ ډله سعودي ته ورسیده
May 21, 2023 10:43د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت د حج فریضې ادا کولو په نیت سعودي عربستان د افغان حجاجو د لومړۍ ډلې د استولو خبر ورکړ.
-
ننګرهارکې د سوالګرو راټولیدو پروسه پیل شوه
May 21, 2023 10:36چارواکي وايي، په ننګرهار کې یې د سوالګرو را ټولیدو کمپاین پی کړی چې له مخې به یې اړمن او حرفوي سوالګر جلا او ورته به راتلوونکی برخلیک معلوم کړي.