طالبان تل له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133174-طالبان_تل_له_ایران_سره_د_ښو_اړیکو_غوښتونکی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه په کابل کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
(last modified 2023-05-21T04:48:52+00:00 )
May 21, 2023 09:17 Asia/Kabul
  • طالبان تل له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه په کابل کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

 

د طالبانو د لوی درستیز مرستیال د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز له مرستیال او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې د ایران او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې طالبان د ایران له اسلامی جمهوریت سره تل د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په مختلفو برخو کښې د لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د طالبانو د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزارت چارواکو د دغه وزارت د مرستیال بهرام حسیني مطلق په مشرۍ له یوه ایراني پلاوي سره وکتل. د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د تهران او کابل ترمنځ د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په اړه په کابل کې وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې په دې کتنه کې د افغانستان د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان حاجي مالي خان صدیق د ایران او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو او همکاریو یادونه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت تل د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو برخو کې د لازیاتو همکاریو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې ايراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ژمنې مثبتې ارزولې او د اړيکو د پياوړتيا ډاډ يې ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د تېرو کلونو په څېر په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد له پنځو ميليونو څخه د زياتو افغان کډوالو کوربه دى.