-
په مرکز میدان ښار کې د شپږو بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې
Mar 09, 2023 13:14د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام تر سرلیک لاندې د ۴.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو او لار جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې.
-
د تورخم له لارې پاکستان څخه له درې زرو زیاتې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي
Mar 09, 2023 12:59ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په تیر یوه کال کې د تورخم له لارې پاکستان څخه له درې زرو زیاتې افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوي، چې زیاتره یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې میشتې شوې دي.
-
په افغانستان کې له ناوړه انساني حالاتو د ایران د استازی اندېښنه
Mar 09, 2023 12:00په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: د ملګرو ملتونو د هلو ځلو سره سره، په افغانستان کې بشري کړکېچ لاهم دوام موندلی دی، بشري مرستې دې د سیاسي اهدافو لاسوند نه ګرځي.
-
مولوي کبیر ښځو ته د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه
Mar 09, 2023 02:19د دغه طالب واکمن د ادعا له مخې، د دوی دولت په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول او دې ته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.
-
په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی
Mar 09, 2023 02:14روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.
-
د طالبانو حکومت د "ټاپي" پروژې د پیل لپاره چمتووالی ښودلی
Mar 08, 2023 09:06په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې کابل د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتو دی.
-
د افغانستان په شمال کې ۸ تنه سړي تښتوونکي وژل شوي
Mar 08, 2023 08:47د افغانستان په شمال او د بلخ ولایت په مرکز کې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې اته تنه سړي تښتوونکي او د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
-
اروپايي ټولنه له داعش ترهګرې ډلې سره د طالبانو حکومت له مبارزې قدرداني کوي
Mar 08, 2023 10:30د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د ځپلو لپاره د طالبانو حکومت د لېوالتیا ستاینه وکړه.
-
له ایران څخه د افغانستان یوشمیر نور بندیان خوشي شوي دي تفصیل په راپور کښې لرو
Mar 07, 2023 12:44له ایران څخه د افغانستان یوشمیر نور بندیان خوشي شوي دي تفصیل په راپور کښې لرو
-
د حضرت سلطان پل د مرمت کار پیل شوی دی
Mar 07, 2023 12:41زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د سمنګان ولایت د حضرت سلطان پُل د ترميم کارونه شروع شوي دي .