د افغانستان په شمال کې ۸ تنه سړي تښتوونکي وژل شوي
Mar 08, 2023 08:47 Asia/Kabul
د افغانستان په شمال او د بلخ ولایت په مرکز کې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې اته تنه سړي تښتوونکي او د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
له کابله زموږ د خبریال د راپور له مخې، د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو نن سهار د مزارشریف ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ګډ عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې اته تنه د دولت وسله وال مخالفین او سړي تښتوونکي وژل شوي دي.
وزيري زياته کړه: په دې دوه ساعته جګړه کې دوه تنه امنيتي سرتيري هم ټپيان شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند وويل: له دغې نښتې وروسته يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ټیګونه