په مرکز میدان ښار کې د شپږو بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129240-په_مرکز_میدان_ښار_کې_د_شپږو_بیلابیلو_پروژو_چارې_پیل_شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام تر سرلیک لاندې د ۴.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو او لار جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې.
(last modified 2023-03-09T20:22:58+00:00 )
Mar 09, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • په مرکز میدان ښار کې د شپږو بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام تر سرلیک لاندې د ۴.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو او لار جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې.

په مرکز میدان ښار کې د شپږو بیلابیلو پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام تر سرلیک لاندې د ۴.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو او لار جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې.

یادې پروژې د مرکز میدان ښار په کهنه خمار، فاتح، امرخیلو کلا او د جلریز ولسوالۍ په قلعه سفید او ګورمک کلیو کې پلې کیږي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به د ۸۹۸۹ کاري ورځو په رامنځته کولو سره د سیمې ۱۷۸ کسانو ته د کار په مقابل کې د نغدي مرستو په ترلاسه کولو سره د کار زمینه برابره شي.

 د يادونې وړ ده چې د یادو کانالونو په پاکولو سره به د سیمې د اوسېدونکو شاوخوا ٣٠٠جريبه کرنيزه ځمکه خړوب او همدا راز له پاتې پروژو څخه به په راتلونکي کې لسګونه کورنۍ ګټه واخلي.