په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129180-په_روسیه_کې_د_افغانستان_د_سفارت_د_کارکوونکو_شمېر_زیات_شوی
روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.
(last modified 2023-03-08T21:47:40+00:00 )
Mar 09, 2023 02:14 Asia/Kabul
  • په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی

روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړي استازي د غونډې په څنډه کې په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتوالي په اړه اعلان وکړ.

افغان غږ خبری آژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف  له قوله وايي، روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خاصو استازو لومړۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان استازو حضور درلود.

کابلوف د غونډې په څنډه کې وويل مونږه د سفارت د کارکوونکو د زياتولو اجازه ورکړه، پخوا يو کس و، اوس درې تنه دي.

ده همداراز زیاته کړه: روسیه افغانستان ته دتیلو د صادراتو په اړه تړونونه عملي کوي او د دغو صادراتو د زیاتوالي امکان د کابل په غوښتنه پورې اړه لري